په ژوندی پڼه خپرونه
    سناتور ګراهم: اسد دسوریې دهوايي اډې نه دالوتنو پیل سره ټرمپ «په منډه کړ»

    سناټورانو له ترمپ څخه وغوښتل چې په سوریه کې د امریکا ستراتیژي روښانه کړي

    © Photo/ Ttarasiuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3920

    د امریکا متحده ايالاتو د کانګرس د موکراتانو ډونالد ټرمپ ته لیک استولی دي او له هغه ئي غوښتنه کړي چې په سوريه کې خپله ستراتیژي روښانه کړئ. د امطلب RT ټلویزیون ورکړی دي.

    د لیک — لیکونکې د خلکو د استازو د جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې يو غړی روبن گالگواو د بهرنيو اړېکو د کمیټي استازی برندان بویل دي. هغوی يادونه کوي چې د ولسمشرۍ د ادارې استازو په سوریه کې د وضعې په اړه مخالف نظرونه څرګندوي چې دا ددې معني ورکوي چې واحده تګلاره وجود نه لري.

    « په سوریه کې د امریکا متحده ايالاتو د حضور په زياتېدو لطفا په سوریه کې د امریکا د ستراتیژۍ اساسي اړخ روښانه کړي: آیا ستاسو اداره په راتلونکي کې په پام کې لري چې د ولسمشر اسد د واک د لرې کولو پروسه تعقیب کړي؟»- دامطلب په ليک کې راغلی دي. په لیک کې د کانګرس څخه هم غوښتنه شوي چې دغه موضوع چې «ايا په سوريه کې د امريکا پوځي عمليات معقوليت لري» تر بحث لاندې ونيسي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی