په ژوندی پڼه خپرونه
    د باوریا د کورنیو چارو وزیر په اروپايي اتحادیه کی د ترکیې د شاملیدو د خبرو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

    د باوریا د کورنیو چارو وزیر په اروپايي اتحادیه کی د ترکیې د شاملیدو د خبرو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

    © Flickr/ stargazer2020
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3201

    د باوریا د فدرالي ځمکې د کورنیو چارو وزیر یوآهین هیرمان په اروپايي اتحادیه کی د ترکیې د شاملیدو د خبرو د فوري پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

    د دوشنبې په ورځ د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان تر ټول پوښتنې وروسته اعلان وکړ چی هیواد کولی شي یوه بله ټول پوښتنه — اوس په اروپايي اتحادیه کی د شاملیدو د ضرورت د مسالې په هکله، تر سره کړي.
    جرمن سیاستوال د Bild am Sonntag ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل:«اروپايي اتحادیه باید نور د ترکیې د شمول په هکله خبرې بندې کړي. په هغو کی د وقفې او درولو پرځای باید هغوی پای ته ورسوي! موږ باید نور خپل ځان ونه غولوو: له ترکیې سره د اردوغان په صورت کی لرلید اصلاً وجود نه لري».
    په دې هکله چی ترکیه په اروپايي اتحادیه کی د شاملیدو د معقولیت په هکله ټول پوښتنه تر سره کولی شي، اردوغان پخوا — د مارچ په میاشت کی، له اروپايي اتحادیې سره وروسته تر هغو د اړیکو د سختیدو په ترځ کی اعلان کړی وو، کله چی د جرمني او هالند چارواکو ترکي وزیرانو ته د ترک ټبره رایې ورکوونکو سره د اساسي قانون د بدلونونو په هکله د اپریل د ۱۶ نیټې د ټول پوښتنې په درشل کی د کتنو اجازه نه وه ورکړې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی