په ژوندی پڼه خپرونه
    جرمني په افغانستان کی د طالبانو برید ته د غوڅ ځواب ورکولو په هکله اعلان کړی

    جرمني په افغانستان کی د طالبانو برید ته د غوڅ ځواب ورکولو په هکله اعلان کړی

    © AFP 2017/ Tobias Schwarz
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35620

    د جرمني د دفاع وزیرې اورسولا فون دیر لیاین د افغانستان په شمال کی د بلخ په ولایت کی پر پوځي اډه د طالبان د برید په اړوند د غوڅ غبرګون ښودلو د نیت په هکله اعلان کړی.

    د پژواک خبري آژانس په امنیتي ارګانونو کی د سرچینو په حواله خبر ورکړی چی وسله وال جنګیالي د افغان اردو په جامو کی د پوځي اډې ساحې ته ننوتي وو. د دغه برید مسوولیت د طالبانو غورځنګ پر غاړه اخیستی. دمخه د افغانستان د دفاع وزارت خبر ورکړی وو چی د افغانستان په شمال کی د بلخ په ولایت کی پر پوځي اډه د طالبان د برید په نتیجه کی تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.
    د جرمني د دفاع وزیرې د Bild am Sonntag ورځپاڼې ته وویل:«طالبان په داسې ډارنو فعالیتونو هیڅکله خپلو هدفونو ته نه شي رسیدلی. وروستی برید په دې هکله زموږ هوډ ټینګوي، څو د افغانستان له خلکو سره په راتلونکې هم د خپلو امنیتي ځواکونو په روزلو او له ترور سره په مقابله کی مرسته وکړو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی