په ژوندی پڼه خپرونه
    د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا له خوا د هستوي وسلې د استعمال ګواښ ته ځواب ویلی

    د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا له خوا د هستوي وسلې د استعمال ګواښ ته ځواب ویلی

    © AP Photo/ Tertius Pickard
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5001

    د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ د هغې د هیواد پر ضد د شمالي کوریا له خوا د هستوي وسلې د استعمال د ګواښ په هکله غبرګون ښودلی.

    په دې هکله د Sydney Morning Herald ورځپاڼې لیکلي دي.
    بیشوپ ویلي، د شمالي کوریا توغندي « ګاونډیو ته ګواښ رامنځ ته کوي، که چیرې د پیونګ یانګ مخه ونه نیول شي، نو د لاپراخې سیمې هیوادونو ته، د استرالیا په ګډون، ګواښ رامنځ ته کولی شي».
    دمخه د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د هغه ګواښ په هکله خبرې کړې وې چی شمالي کوریا یې نورو هیوادو ته رامنځ ته کوي. شمالي کوریا په ځواب کی ویلي وو چی د استرالیا اوسنی حکومت په پټو سترګو او په ډیره خوښی د امریکا تګ لاره تعقیبوي او دغه هیواد یې په هستوي ګوزار ګواښلی وو. په شمالي کوریا کی باور لري چی کانبیرا او واشنګټن د هغې د ګوښه کولو او ځپلو نيت لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی