په ژوندی پڼه خپرونه
    د شمالي کوریا رسنۍ: د امریکا متحدو ایالتونو چارواکي غواړي، چې د کوریا ولسي دیموکراتیک جوریت اوسنی واکمن رژیم رانسکور کړي

    د شمالي کوریا رسنۍ: د امریکا متحدو ایالتونو چارواکي غواړي، چې د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوريت اوسنی واکمن رژیم رانسکور کړي

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12802

    د کوریا ټاپووزمې ته د امریکایي جنګي بېړیو لېږنه د دې ښکارندوی ده، چې د امریکا متحدو ایالتونو چارواکي غواړي په کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت کې اوسنی واکمن رژیم رانسکور کړي. دغه خبر RT ټلویزیون د شمالي کوریا د «مینچژو چوسون» ورځپاڼې له خولې ورکړی دی.

    په دغه خبر کې ویل شوي، چې واشنګټن به د دې هڅه وکړي، چې خپل هغه لېوني پلانونه عملي کړي، چې موخه یې په کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت کې د اوسني واکمن رژیم رانسکورول دي. د یادې ورځپاڼې د اطلاعاتو له مخې د کوریال ولسي اردو چمتو دی، چې د همدې په غبرګون کې پر امریکا متحدو ایالتونو ډېر بې رحمانه ګوزارونه وکړي. په مقاله کې زیاته شوې: «د امریکا متحدو ایالتونو او د دوی د ګوډاګیانو اردوګان به په بشپړ ډول له منځه یووړل شي او هیڅوک به د بې شرطه تسلیمۍ د تړون لاسلیک کېدا ته پاتې نشي».

    پخوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د شمالي کوریا له پلوه د احتمالي اټومي ګوزارونو د ګواښونو په وړاندې د ځوابیه ګامونو نوملړ وړاندې کړ. د ساري په توګه سلاکاران ولسمشر ته مشوره ورکوي، چې د امریکا د اټومي وسلو ځواکونه دې د جنوبي کوریا په خاوره کې ځای پرځای شي. او همدارنګه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون دې ووژل شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی