په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې «ارکتیک تريلیستنیک» پوځي اډه دری دندې تر سره کوي

    د روسیې «ارکتیک تريلیستنیک» پوځي اډه دری دندې تر سره کوي

    © Sputnik/ Ministry of defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4331

    د روسیې د دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره «ارکتیک تريلیستنیک» بې سارې پوځي اډه وښودله. پوځي کارپوه ویکتور لیتوفکین د سپوتنیک رادیو د څپو له لارې د هغو موخو په هکله معلومات ورکړل چی د روسیې فدراسیون یې، د شمالي منجمد سمندر په حوزه کی د ورته اډو په ځای پر ځای کولو سره تعقیبوي.

    د ارکتیک د اډې پوځي شبکه چی د فرانڅ- یوسیف د ټاپوګانو د مجموعې د الکساندر په ټاپو کی واقع ده، د خاصو موخو له تاسیساتو، همدارنګه د اداري مرکزونو، د پوځي او خاص تخنیک لپاره له ګراجونو، د انرژی له مستقل بلاک، اختصاصي ډیپوګانو او ګدامونو تشکیل شوې چی د خاصې اجازې د رژیم تاسیسات شمیرل کیږي.
    د دفاع د وزارت د سایټ کاروونکو د لومړي ځل لپاره په اډه کی د استوګنې او ژوندانه له شرایطو سره د آشناکیدو او د «ارکتیک تريلیستنیک» په ټولو څلورو پوړونو کی د مجازي ګرزیدو امکان برابر کړی دي.
    په خبر کی ویل شوی: «په مجازي پوځي اډه کی 3D علمي سفر په څرګنده ښيي چی د پوځيانو د ژوند لپاره خونې، د افسرانو خوړنتون، د سپورتي تمرینونو او کنسرتونو سالونونه، د استراحت ځایونه، کتابتون، ګلخانه او طبي بلاک څرنګه جوړې شوي او سنبال شوي دي».
    په ضمیمه کی د «ارکتیک تريلیستنیک» پوځي اډې د استوګنې د تاسیساتو د مجتمع د تصویرونو بې ساري ګالرې د نقلولو له امکان سره ځای پر ځای شوې ده.
    پوځي کارپوه، متقاعد ډګروال ویکتور لیتوفکین د Sputnik رادیو سره په مرکه کی د هغو موخو په هکله معلومات ورکړل چی روسیه یې د شمالي منجمد سمندر په ټاپوګانو کی د اډې په جوړولو سره تعقیبوي.
    ویکتور لیتوفکین وویل:«روسیه د شمالي منجمد سمندر په ټاپوګانو او د ټاپوګانو په مجموعه کی د خپلو اډو په ځای پر ځای کولو سره دری موخې لري. لومړی دا چی موږ شمالي لاره کنترولوو. په دې صورت کی موږ نه یوازې هغه ځای کنترولوو، بلکي هلته د کښتیو، لویو بیړیو او ګنګل ماتوونکو بیړیو تګ راتګ تامینوو. د هوا حالات، د کنګلونو حرکت، سمندري جریانونه او داسې نور د دې لپاره تحلیلوو، څو بارونه په چټکی له آسیا څخه اروپا ته ولیږدول شي.
    دوهم هدف دا دی چی موږ د شمالي منجمد سمندر په اوبو کی له خپلو ثروتونو، لکه نفتو او ګاز نه دفاع کوو. او، زما په نظر، دریمه مهمه دنده دا ده چی موږ له دغو اوبو د توغندیو ضد سیستمونو او په ستراتیژیکو توغندیو مجهزوشوو پردیو بیړیو په وړاندې دفاع کوو. تر څو هغوی زموږ هیواد ته د شمالي منجمد سمندر له حوزې ګواښ رامنځ ته نه کړي. د امنیتي نظره دا زموږ د هیواد لپاره زیانمنونکې سیمه شمیرل کیږي. موږ له خپل هیواد څخه دفاع کوو».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی