په ژوندی پڼه خپرونه
    په 2016 کال کې د امریکا پوځي لګښتونه 611 ملیارد دالره او دروسيي 69,2 ملیارد ډالره وه

    په 2016 کال کې د امریکا پوځي لګښتونه 611 ملیارد دالره او دروسيي 69,2 ملیارد ډالره وه

    © AP Photo/ Ahn Young-joon © REUTERS/ Cho Jung-ho/Yonhap
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8711

    په 2016 کال کې د پوځي لګښتونو ټوله اندازه ډ 2015 کال په پرتله 0.4٪ زياته وه چې په مجموعي ټوګه ټوله بودجه 611 مليارد دالرو ته رسيږي. دامطلب د نړيوالې سولي د څيړني انستيتوت (SIPRI) له خوا نن خپور شو.

    په دې برخه کې درې هيوادونه شامل دي — د امریکا متحده ایالات، روسيه او چين. په 2016 کال کې د امریکا پوځي لګښتونو 611 ميليارده ډالرو ته ورسيدل د چين دپوځي لګښتونو اندازه په همدغه کال کې 5,4٪ زياته شوه چې مجموعي اندازه ئي 215 مليارد دالره شوه او دروسيي په پوځي بودجه کې هم 5,9٪ زياتوالی راغلی آو پوځي بودجه ئي 69,2 مليارد ډالرو ته لوړه شوه. سعودي عربستان په 2015 کال کې دريم ځا ی درلود خو په تيرکال کې ئي څلورم ځای خپل کړ. په پاچاهي آنګلستان کې لګښتونه په مطلقه توګه — 30٪ کم شوي دي او پوځي لګښتونه ئي 63,7 مليارد ډالرو ته ورسيدل.

    نړيوال بهير ته په پاملرنه، د رپوټ لیکوالان د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د وسلو د پلورلو او پيريدلوکې ګډوډ او نابرابر تحرکاتو ته اشاره کړي که په آسیا، استرالیا، مرکزي او ختیځې اروپا، شمالي افریقا او شمالي امریکا کې شاخصونه پورته دي خو په مرکزي امریکا، جنوبي امریکا، کارابین، منځني ختیځ او د افریقا په صحرا، کې دوی منفي ارزښتونه درلودل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی