په ژوندی پڼه خپرونه
    د مارین ليپین د ټاکنو ددفتر مشر دنوي کمپاین د پیل خبر ورکړ

    د مارین ليپین د ټاکنو ددفتر مشر دنوي کمپاین د پیل خبر ورکړ

    © AFP 2017/ FRANCOIS GUILLOT
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 67 0 0

    د «ملي جبهې» دګوند د مشرۍ دمارین ليپین چې دوهم پړاو ټاکنو ته وتلې ده، د ټاکنو ددفتر مشر داوید راشلین د France Inter خپرونه کې دخپلو خبرو په ترڅ کې دنوي کمپاین د پیل خبر ورکړ.

    راشلین  وويل:«زه فکر کوم چې موږ به دوو پړاوونو تر مینځ په موده کې خپلو هڅو ته، کمپاين ته دوام ورکړو، په حقیقت کې اوس نوي کمپاين پيلیږي». نوموړي زیاته کړه؛ چې هڅه کوو، چې دډیر شمیر رایه ورکوونکو پام راوګرځوو.

    راشلین څرګنده کړه:«لیپین داسې دولتي چارواکې ده، چې دنړۍ دټولو مشرانو سره دخبرو اترو وړتیا لري. په داسې حال کې چې داقتصاد پخوانی وزیر ایمانویل ماکرون د انګلستان او امریکا سره دخبرو اترو ډډه کړې وه. په همدې ډول نوموړي زیاته کړه؛ چې که ایمانویل په ټاکنو کې بریالی شي، نو فرانسه به د نړیوالې ټولنې ګوښه شي».

    لکه څنګه چې مخکې رویترز د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت په حواله خبر ورکړی وو؛ په فرانسه کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ته د ماکرون او لیپین لاره موندلې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی