په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی له دې وروسته به طالبانو ته وروڼه ونه وایي

    حامد کرزی له دې وروسته به طالبانو ته وروڼه ونه وایي

    © Sputnik/ Alexander Natruskin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    کرزی وویل: «زه طالبان داسې یوه ډله پېژنم چې افغانستان ته زیان رسوي. هرڅوک چې افغان وژني او د بهرنیو هدفونو لپاره یې وژني ترهګری دی، که هغه طالب وي یا داعش او یا بل هرڅوک . »

    حامد کرزي په بلخ کې پر شاهین قول اردو د طالبانو د وروستي برید په تړاو پرون په خپل کور کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړی و. حامد کرزی وویل چې پر شاهین قول اردو د طالبانو وروستي برید یې د طالبانو په اړه دریځ بدل کړی او له دې وروسته به طالبانو ته وروڼه ونه وايي.
    کرزی وویل: «زه طالبان داسې یوه ډله پېژنم چې افغانستان ته زیان رسوي. هرڅوک چې افغان وژني او د بهرنیو هدفونو لپاره یې وژني ترهګری دی، که هغه طالب وي یا داعش او یا بل هرڅوک. »
    حامد کرزي زیاته کړه، د طالبانو له لوري د ورته بريدونو دوام، بهرنيو ځواکونو ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه د اوږد مهاله حضور او له افغان خاورې د ناوړه ګټې اخيستو زمينه برابروي.
    پخواني ولسمشر د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره د ملي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ او وايي، چې خلک له روان وضعیته د خلاصون لپاره باید پرېکړه وکړي.
    کرزی د امریکا متحده ایالات له دې امله چې هم پاکستان د ترهګرو مرکز ګڼي او هم په میلیونونو ډالره مرستې ور کوي، له افغانستان سره پر دوه مخې پالیسۍ تورنوي او وايي، چې واشنګټن دې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانستان د تقابل پر ميدان نه بدلوي.
    هغه وايي چې امریکا دې له افغانانو سره د یوه نوي تړون پر بنسټ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.
    کرزی وايي، چې د امریکایي بم د استعمال له امله یې پر اشرف غني او حکومت نیوکې کړې، ځکه دوی دغه برید تایید کړی و، خو د شاهین قول اردو په څېر پېښو کې دی د ملت د اتفاق او یووالي پلوی دی او په همدې موخه یې په ارګ کې د سرتېرو په فاتحه کې ګډون کړی و.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی