په ژوندی پڼه خپرونه
    ملک سلمان خپل زوی د امریکا سفیر وټاکه

    ملک سلمان خپل زوی د امریکا سفیر وټاکه

    © AFP 2017/ HO / AFP SPA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1511

    سعودي عربستان په واشنګټن کې خپل سفير بدل کړی او د دغه هېواد د پاچا زوی يې په امریکا کې د سعودي نوی سفير ټاکلی شوی دی.

    د دغه هېواد دولتي رسنيو ويلي، چې شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزيز په امريکا کې نوی سفير ټاکل شوی دی. تر دې مخکې شهزاده عبدالله بن فيصل بن ترکي په واشنګټن کې د امريکا سفير و.
    ويل کېږي، نوی سفیر د ایف ۱۵ جنګي الوتکو پېلوټ دی او په دې برخه کې زده کړې یې په امریکا کې کړي او په سوریه کې یې د داعش پر ضد هوايي بريدونه هم کړي دي.
    سعودي عربستان همدارنګه ويلي، چې د پاچا بل زوی شهزاده عبدالعزيز بن سلمان د انرژۍ په چارو کې د دولت د وزير په توګه ټاکل شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی