په ژوندی پڼه خپرونه
    يو پاکستاني  له ۲۵ کلونو راهیسې د ونو پاڼې خوري

    يو پاکستاني له ۲۵ کلونو راهیسې د ونو پاڼې خوري

    © Fotolia/ Beatuerk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    د ونو پاڼې عموما د ځناوړو خواړه دي، خو پاکستاني رسنيو د هغه چا په تړاو راپور خپور کړی دی چې له پنځه ويشتو کلونو راپه دې خوا شنې پاڼې خوري او هېڅ کومه ناروغي هم نه لري.

    د پاکستان اکسپرېس ورځپاڼه راپور ورکوي چې دغه پاڼه خوړونکی محمود بټ نومېږي او د ګجرانوالې د سيمې اوسېدونکی دی. محمود بټ وايي چې په يوه ډېره فقيره کورنۍ کې اوسېدلی دی او داسې حالت هم پرې راغلی چې ټولې کورنۍ د څو ورځو له پاره په لوږه شپې سبا کړې دي.

    بټ رسنيو سره خبرو کې ويلي دي چې له لوږې د پاڼې خوړل ورته ښه ښکاره شول، ځکه يې پاڼو خوړو ته پیل وکړه. له دې وروسته د ونو پاڼو محمود ته خوند ورکړ او دا يې معمول شو.

    محمود بټ خرګاډی چلوي او کله چې وږی شي، همالته له ونو پاڼې وشلوي او ځان موړ کړي. حيرانوونکې بيا دا ده چې بټ تر اوسه کومه روغتيايي ستونزه نه لري او ډاکټر ته نه دی ورغلی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی