په ژوندی پڼه خپرونه
    د LafargeHolcim مشر په سوریه کې دجګړه مارانو د مالي ملاتړ له کبله له دندې لرې کېږي

    د LafargeHolcim مشر په سوریه کې دجګړه مارانو د مالي ملاتړ له کبله له دندې لرې کېږي

    © AFP 2017/ Thomas Samson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    د LafargeHolcim په نوم د فرانسوي – سویډني ساختماني شرکت مشر ایریک اولسن په سوریه کې دجګړه مارانو د مالي ملاتړ له کبله به د جولای دمیاشتې په ۱۵ نېټه له دندې استعفا وکړي. په دې هکله څرګندونې د شرکت په خبرپاڼه کې راغلې دي.

    په سند کې د هغه له قوله کښل شوي:«زما پریکړه ددې سره تړلې، چې دا به په وروستیو کې په سوریه کې دحالاتو په شاوخوا کې تاوتریخوالي له منځه ویسي. په داسې حال کې چې ما په هیڅ سرغړونو کې لاس نه درلود او حتي تر خبر هم نه وم. زما په اند؛ زما وتل به په شرکت کې کرارۍ ته زمینه برابره کړي».

    له دې مخکې د فرانسې د Monde رسنۍ خبر ورکړی وو؛ چې د LafargeHolcim Group منلې وه، چې سوریې په شمال- ختیځ کې د ګمپنې دیوې ادارې مشرتابه په ۲۰۱۲ — ۲۰۱۴ ز — ل کال کې د جګړه مارانو مالي ملاتړ کړی وو. دغې فابریکې په سوریه کې خپلې تولیدي چارې د ۲۰۱۴ ز- ل کال دسپتامبر په میاشت کې پای ته رسولې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی