په ژوندی پڼه خپرونه
    ترامپ د ایران پرضد

    ترامپ د ایران پرضد

    © AP Photo/ Jim Lo Scalzo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2810

    د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ اداره خپل ایراني ضد سیاست فعالوي. په دې هکله پخپله د ترامپ، د بهرنیو چارو د وزیر ریکس تیلیرسون او نورو جګپوړو مامورانو څه موده مخکې اعلامیې ګواهي ورکوي.

    واشنګټن ایران په کومو ګناهونو تورنوي؟ دا تورونو تر کومه حده عادلانه دي؟ سپینه ماڼۍ به د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مقابله کی تر کومو حدودو وړاندې لاړه شي؟ او د دې په وړاندې به د تهران ممکن غبرګونونه څه وي؟ په دې هکله د ختیځ پیژندونکي ولادیمیر ساژین څرګندونو ته ستاسې پام راګرزوو.
    ولادیمیر ساژین وايي:« د امریکا د نوې ادارې لومړی او عمده نیوکه، هغه هم نه د ایران پرخلاف، بلکی د بارک اوباما د پخوانۍ ادرې پرخلاف — له ایران سره «هستوي معامله» ده. جمهور رییس ترامپ چی د اوباما په اړوند له دښمنۍ نه ډیر ډک چلند لري، نه شوای کولی د خپل سلف خدمتونه، له هغې جملې د ایران د اتمې پروګرام په هکله د تاریخي موافقه لیک ترلاسه کیدل، په رسمیت وپیژني چی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځو دایمي غړو او جرمني له ایران سره د فعالیت د ګډ جامع پلان په هکله پر هغو موافقه کړې ده».
    ساژین زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلیرسون په وروستیو ورځو کی اعلان وکړ چی موافقه لیک یوازې په هستوي دولت د ایران بدلیدل ځنډوي. په دې مساله کی د ترامپ اداره، د اوباما د ادارې په توپیر، په بشپړه توګه له اسراییلو سره پیوستون څرګند کړی.
    دا پوښتنه راپیدا شوه چی آیا واشنګټن کولی شي د هستوي موافقې څخه ووزي؟ دا شکمنه خبره ده.
    کاظم سجادپور — د ایران د سیاسي او بین المللي څیړنو د انستیتوت رییس — په دې ورځو کی وويل:« د فعالیت ګډ جامع پلان — بین المللي معامله ده چی د بین المللی حقوقو په چوکاټ کی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په ګډون لاسلیک شوې ده. د دې معاملي پر چوکاټ چی په ډیراړخیز ډول پرې موافقه شوې، له سره غورکول دومره آسان کار نه دی او د موافقې د ماهیت بدلول ناممکن دي».
    نو په داسې شرایطو کی ترامپ د دې موافقې پرخلاف څه کولی شي؟ هغه د هغې د لغوه کولو توان نه لري، دا بین المللی تړون دی. له هغې نه په یواړخیز ډول وتل به حتی د داسې جمهور رییس، لکه ترامپ لپاره به له ماجراغوښتنې ډک کار وي، ځکه چی په ټوله نړۍ، له هغې جملې په اروپا کی د امریکا د متحدینو په سترګو کی به، د امریکا د اعتبار او حیثیت د شدیدو رالویدو سبب وګرزي: په خبرو او د اتمي موافقه لیک په لاسلیک کولو کی ټولو برخه والو (انګلستان، فرانسې او جرمني) د فعالیت له ګډ جامع پلان نه ملاتړ کړی وو او ملاتړ کوي. سربیره پردې، عملاً ټوله اروپايي اتحادیه په دې بین المللی معامله او له ایران سره د تجارتي — اقتصادي اړیکو په پراخولو کی خپلې ګټې ویني.
    له همدې کبله ګمان نه کیږي چی ترامپ به امریکا د فعالیت له ګډ جامع پلان نه وباسي. خو ترامپ کولی شي د هغه د عملي کیدو پروسه له خنډ سره مخامخ کړي او تر دې زیات څه په وس کی نه لري.
    روښانه ده چی په دې صورت کی به له واشنګټن څخه د ایران ضد تبلیغاتي تشې خبرې تضعیف نه شي. هغه هم په داسې حال کی چی ترامپ د تهران پرخلاف د تورونو لپاره نور دلایل هم لري. د مثال په توګه، د ایران د توغندیو پروګرام. د «اتمي موافقه لیک» تر لاسلیک کیدو او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک تر تصویبیدو وروسته د ایران د توغندیو آزموینې د امریکایانو له لوري له دغو سندونو څخه د سرغړونو د تورونو لګولو په علت بدلې شوې. که صادقانه خبره وکړو، د ایران له لوري سرغړونې نه دی تر سره شوې. لکه چی ټولو ته معلومه ده، په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کی یوازې ایران ته د توغندیو د جوړولو نه لاس اخیستو ته اشاره شوې.
    په حقه باید ووایو چی سره له دې چی د ایران د توغندیو پروګرام بین المللی حقوقي معیارونه ترپښو نه لاندې کوي، په داسې خطرناکه سیمه لکه نژدې ختیځ کی د توغندیو د توان زیاتول نه له سیمه ایز او نه هم له نړیوال ثبات سره مرسته نه کوي.
    له دې نظره د ایران د توغندیو پروګرام په خاصه توګه ۱۰ — ۱۵ کاله وروسته، کله چی د فعالیت د ګډ جامع پلان د اعتبار موده پای ته ورسیږي، د اندیښنې سبب ګرزیدلی شي. ځکه چی د لیرې واټن توغندي او ذروي وسله د یوې سکې دوه مخه دي: هغوی یو له بل پرته ممکن نه دي. خو د ایران د توغندیو پروګرام یوازې د بین المللي خبرو په چوکاټ کی (په څرګنده، د ایران په ګډون) او د ملګرو ملتونو په موافقه د بحث او حل وړ دی. د امریکا له لوري پر ایران یو بل تور، د واشنګټن په عقیده، له بین المللی تروریزم نه د تهران ملاتړ دی. مقصد ایران پلوه حزب الله او حماس دي چی ډیرو هیوادونو تروریستي ډلې بللې دي.
    تهران له تروریزم نه د ملاتړ تورونه ردوي. په ایران کی په ۱۹۷۹ کال کی د دغه دولت تر رامنځ ته کیدو وروسته له ټولو هغو ځواکونو (په تیره بیا له شیعه یانو) ملاتړ کاوه او کوي چی ، لومړی دا چی د «صیونیستي رژيم» (اسراییلو) پرخلاف مبارزه کوي، او دوهم دا چی په ټول نژدې ختیځ کی د شیعه ایران په ګټه فعالیت کوي. دا په تهران کی د ستمګرو پرخلاف د مستضعفینو، یا ملي — آزادي بښونکې برحقه مبارزه بولي.
    د واشنګټن په ایراني ضد لوبه کی یو بل عامل د ایران په اسلامي جمهوریت کی د بشر حقوق شمیرل کیږي. طبعاً، د بشر د حقوقو تعبیر په اروپا او امریکا کی په اسلامي نړی کی د هغو له تعبیر نه توپیر لري. په دې شرایطو کی د بشر د حقوقو د بین المللی مدافع سازمانونو له لوري د ایران په اسلامي جمهوریت کی د اعدام په سزا ډیر زیات انتقاد کیږي. ایران په نړۍ کی تر چین وروسته د اعدامونو له نظره دوهم ځای لري.
    دا ټول پخپله په ایران کی د بشر د حقوقو مبارزینو ته د بشري حقونو څخه د دفاع کولو په خاطر د غږ پورته کولو امکان برابروي او بهرني انتقادوونکي د بشر له حقوقو سره له تړلې وضعې څخه د دې هیواد پرخلاف د بندیزونو د لګولو لپاره کار اخلي. خو که عیني قضاوت وکړو، په ایران کی د بشر حقوق او آزادۍ (حتی د شیعه قوانینو په چوکاټ کی)، تر سعودي عربستان او نورو شاهي دولتونو، نه یوازې شاهي، بلکی د شمالي کوریا په شان په ملي دموکراتیکو هیوادونو کی، په نه مقایسه کیدونکې توګه، ډیرې پراخه دي.
    دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چی سپینه ماڼۍ له ایران سره په مقابله کی تر کومه حده وړاندې تللی شي؟
    واشنګټن، د پخوا په شان (تر جمهور رییس بارک اوباما دمخه)، یوځل بیا پرخپلو عنعنوي متحدینو — اسراییلو او سعودي عربستان، په ټاکلې حد پر ترکیه چی له پخوانۍ ادارې سره یې اړیکې دومره ښې نه وې، ډه ډه لګوي. له دغو هیوادنو سره د امریکا اتحادي نژدیوالی په اتوماتیکه توګه له ایران — د هغوی له عمده دښمن ، سره د اړیکو ویجاړیدل اټکلوي.
    له تهران نه بل لوري ته د محسوسو ګرزیدو سره سره، په زیات احتمال، په سپینه مانۍ کی تر اوسه په غوڅه او څرګنده توګه د ایران د اسلامي جمهوریت په اړوند سیاسي نطریه نه ده فورمولبندي شوې. خو په دې کی شک نه شته، چی دا به سخت ایراني ضد سیاست وي او ښايي، له نوو بندیزونو له لګولو سره به ملګری وي. په عین حال کی دا شکمنه بریښي چی دا بندیزونه به د ۲۰۱۲ — ۲۰۱۶ کلونو د بندیزونو په شان «غاښ ماتوونکۍ» خصوصیت ولري. خو د «ایران د مسالې» پوځي حل، حتی د امریکا — ایران د اړیکو د شدیدو سختیدو په صورت کی هم نن ورځ، د چارو د موجود حالت په صورت کی چی د نژدې ختیځ په لوبه کی رامنځ ته شوې، ممکن نه ښکاري.
    په اوسني وخت کی تهران خپله آرامي ساتي. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د تهران په پته د امریکا د دولتي شخصیتونو وروستی اعلامیې « تکراري او بې فایدي تشې خبرې» او بې بنسټه ایراني ضد سیاست بللې چی له ایران نه په کرکه او په سیمه کی د اوسني وضعیت په نه پوهیدو ولاړې دي.
    پخپله په ایران کی به هم وضعیت پر هغه ورزیات کړو. ځکه چی د سپینې ماڼۍ دا ډول سیاست د ایران په اسلامي جمهوریت کی په ایران کی د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کی چی د مې د میاشتې په ۱۹ نیټه تر سره کیږي، د امریکايي ضد روحیې او د ایراني محافظه کارانو د دریځ د پیاوړتیا سبب ګرزیدلی شي.
    دا په زړه پورې واقعیت دی چی د ترامپ د ادارې د تندې روحیې لرونکي غړي او ایراني محافظه کاران عملاً په یوه وخت کی د فعالیت پر ګډ جامع پلان انتقادونه کوي. یعنی ترامپ او د هغه ټیم د ایران د اسلامي جمهوریت د لیبرال جمهور رییس حسن روحاني د رقیبانو په ګټه رول لوبوي چی د ټاکنو په نتیجو اغیزه کولی شي او ایران له لویدیځ او د نړۍ له زیاتې برخې سره د سختي مقابلې زمانې ته چی له هغې د «اتمي معاملې» تر لاسلیک کیدو وروسته په ډیره سختی لاس په سر شو، په شا غورځوي.
    ساژین په پای کی وویل، سربیره پردې، دا ایراني ضد تبلیغات او د جمهوری ریاست واک ته د افراطي محافظه کار رسیدل د فعالیت له ګډ جامع پلان څخه پخپله د ایران د وتلو نووښت او په بشپړه توګه د اتمي پروګرام د همزمان پیل او تشدید، د اتمي انرژی د بین المللی ادارې له هرډول کنترول پرته، سبب ګرزیدلی شي چی نه اټکلیدونکې او له ناتاره ډکې پایلې به ولري.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی