په ژوندی پڼه خپرونه
    تاجکستان

    دوشنبې او واشنګټن پلان لري له افغانستان سره په پولې کې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ظرفیت پیاوړی کړي

    © Sputnik/ Valery Yarmolehko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 213 0 0

    د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د امریکا متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزيف وتل سره د سيمه يزامنیت په موخه د دوشنبي او واشنګټن د همکاريو د لرليد په اړه خبري وکړي.

    دامطلب نن د تاجکستان دولسمشر مطبوعاتي دفتر ورکړی دي. « د نړیوال تروریزم او افراطیت د ودې ګواښ او منظمو جنايتونوته په پام کې نیولو سره، د واړو غاړو اغيزمن وړاندیزونه وکړل چې له مخې ئي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پولې سره د تاجکستان د سر حدي ځواکونو د پياوړتيا له پاره همکاري کوي» — دامطلب په خبرتیا کې راغلی دي. دواړو خواو په نظامي ، پوځي-تخنیکي او مالي برخو کې د همکارۍ په اړه خبري وکړي. د ډېرو اقتصادي او نظامي پروګرامونو په چوکاټ کې د تاجکستان او د امریکا متحده ایالاتو د جوړښتونوتر منځ په همکارۍ خوښي څرګنده شوه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی