په ژوندی پڼه خپرونه
    اوباما به په کنفرانس کې د خپلې وینا له امله ۴۰۰ زره ډالره تر لاسه کړي

    اوباما به په کنفرانس کې د خپلې وینا له امله ۴۰۰ زره ډالره تر لاسه کړي

    © REUTERS/ Yuri Gripas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 121 0 0

    د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د سپتامبر په میاشت کې د خپلې یوې وینا له درکه ۴۰۰ زره ډالره ډالۍ تر لاسه کړي. په دې هکله خبر د Fox Business ټلویزیوني کانال ورکړی دی.

    یاد ټلویزیوني کانال خبر ورکوي؛ چې اوباما به د Cantor Fitzgerald مالي شرکت په کنفرانس کې، چې د روغتیا د ساتنې په اړه جوړیږي، خپله وینا واوروي.

    اوباما به د خپلې وینا له درکه د هیلري کلینتن پر تله دوه ځلې ډیرې پېسې د ډالۍ په توګه تر لاسه کړي. تر دې دمه هیلري کلینتن، چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې یې ډونالډ ترمپ ته بایلودې، د خپلو ګران بیو ویناوو له درکه یې ریکورد ټینګ کړی وو. د بانکوالانو لخوا هیلري کلینتن ته دداسې ډالۍ ورکړه د ټاکنو پر مهال د هغې د ډیرو ستونزو د جملې نه یوه ستونزه وه. په ځانګړې توګه سياسي مخالفينو د هغې د ویناوو د منځپانګې په لټه کې وو او شک یې درلود چې کلنټن مالي صنعت سره ډیره لیوالتیا لري.

    په امریکا کې وروسته له هغې چې سیاستوال له خپلې دندې ګوښه شي، دغه ډول ډالۍ د هغوی د ګټو مهمه برخه جوړوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی