په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان نیت لري له روسیې سره د امنیت په برخه کی همکاري وکړي

    افغانستان نیت لري له روسیې سره د امنیت په برخه کی همکاري وکړي

    © Photo/ کسرا
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4330

    افغانستان له روسیې څخه « له افغانستان نه د تخنیکي خدمتونو د تامینولو او همدارنګه د مادي تامیناتو او د افغانستان د اردو او پولیسو لپاره د کدرونو د روزلو د امکان د څيړلو» هیله کړې ده.

    د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مسالو او ستراتیژیکو پلانولو د ډیپارټمنټ د مدیر محمد اشرف حیدري په قول، پر دې مساله د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کی بحث شوی. په دې ډول همکاري کی، په امنیتي برخه تړلې مسالې، شاملیدلی شي.
    اشرف حیدري وایي:«موږ تل له سیمه ایزو دولتونو سره، د روسیې په ګډون چی د سیمه ایز امنیت له مسالو او همدارنګه په افغانستان کی له تروریزم، افراطیت او د نیشه یي موادو د خپریدو سره د مبارزې په هکله اندیښنه لري، د همکاری پر مسالو بحثونه کوو.
    په همکاری کی د امنیت د تامین مساله شامله ده. په دغه چوکاټ کی، داسې هیوادونه لکه روسیه، کولی شي زموږ سره د افغانستان د هوايی ځواکونو د خدمتونو په برخه کی مرسته وکړي. له هغې جملې، زموږ د Ми-17 او Ми-25 هلیکوپترونو د تخنیکي خدمتونو په برخه کی چی په روسیه کی جوړې شوې او موږ په روسیه او نورو دوستو هیوادونو کی رانیولې دي. روسیه کولی شي په دې توګه له افغانستان ملاتړ وکړي. سربیره پردې، روسیه کولی شي زموږ د دفاع د وزارت له غوښتنو سره سم، زموږ د وسله والو ځواکونو د تمریناتو او تجهیز په چارو کی ملاتړ تامین کړي.
    په افغانستان کی د اوضاع په هکله به د مشورو بل پړاو په کابل کی تر سره شي. په هغه کی به لس هیوادونه، د روسیې په ګډون چی په تیر پړاو کی یې چی څه موده دمخه تر سره شو، برخه اخیستې وه، برخه واخلي. د افغانستان حکومت د دغو مشورو د ترسره کولو د نیټې مساله څیړي. وروسته تر هغو چی د مشورو د ترسره کیدو نیټه او اجندا په وروستی توګه معلوم شي، موږ به سیمه ایزو دولتونو ته، په څرګنده، د روسیې په ګډون او همدارنګه نورو متحدو هیوادونو ته، د امریکا او د ناتو د غړو هیوادونو په ګډون خبر ورکړو».
    پیوتر ګنچاروف په دې هکله داسې تبصره کړې.
    محمد اشرف حیدري چی په مسکو کی یې د افغانستان د مسالې په هکله په وروستیو مشورو کی د افغان پلاوي مشري پرغاړه درلوده، وویل چی کابل د دغې هیلې په هکله د مسکو ځواب په نژدې راتلونکې کی ترلاسه کولی شي. روښانه ده چی د حیدري مقصد له «نژدې راتلونکې» څخه په کابل کی د افغانستان د مسالې په هکله د بین المللی مشورو تر سره کیدل وو. په مسکو کی ورته مشوري، په کابل کی د امریکا او لویدیزو هیوادونو په حساب د زیات شمیر هیوادونو په ګډون تر سره کیږي.
    دلته یوه باریکی شته. مسکو تر اوسه د کابل په مشورو کی د خپل ګډون په هکله پریکړه نه ده کړې. د Sputnik د باخبره سرچینو په قول، مسکو د مشورو د ناڅرګند پروګرام په اړوند چی کابل اعلان کړی او همداشان د مشورو د برخه والو د ترکیب د نامعلومتوب له کبله، د خپل ګډون په هکله پریکړه نه ده کړې.
    د سرچینې په خبره، په مسکو کی همدارنګه د مشورو په درشل کی د کابل له خوا د پلاوي د «دریځ د راټیټولو» له تمایل څخه حیران شوی وو. هغه هم، په داسې حال کی چی په مشورو کی د افغانستان د مسالې د حل په هکله «د سیمه ایزو هلوځلو د یوکولو» خبره مطرح وه.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی