په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف: دامریکا څرګندونې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، بې بنسټه او دروغ دي

    لاوروف: دامریکا څرګندونې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، بې بنسټه او دروغ دي

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9001

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د امریکا له لوري په دې هکله څرګندونې چې روسیه په افغانستان کې «طالبانو» ته وسلې ورکوي، بې بنسټه، غیر مسلکي او دروغ بللی دي.

    دسې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د خبرې ناستې پر مهال وویل:«د واشنګټن او د افغانستان په شمول په سیمه کې دامریکايي پوځیانو هغه څرګندونې چې ګواکې روسیه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي، غیر مسلکي او هیڅ اساس نه لري».

    وزیر ټینګار وکړ؛ هغه کسان چې په واشنګټن کې استخباراتي چارې تر سره کوي، "په دي ښه پوهیږي، چې دا دروغجنې څرګندونې دي".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی