په ژوندی پڼه خپرونه
    د استرالیا لومړی وزیر په یو ناڅاپي توګه عراق او افغانستان ته په سفر تللی

    د استرالیا لومړی وزیر په یو ناڅاپي توګه عراق او افغانستان ته په سفر تللی

    © Photo/ Rodrigo Gianesi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8201

    د استرالیا لومړی وزیر مالکوم ترینبول په یو ناڅاپي توګه عراق او افغانستان ته په سفر تللی چې په ترڅ کې یې ددواړو هیوادونو مشرتابه او په دغو هیوادونو کې خپلو پوځیانو سره کتلي دی. په دې هکله خبر د حکومت د رسنیزو چارو ددفتر لخوا خپور شوی دی.

    په خپله لومړي وزیر افغانستان او عراق ته دخپلو دغو سفرونو په هکله خبر نن په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی دی. د ترینبول د خبر له مخې ویل کېږي؛«زما لپاره د ویاړ ځای وو، چې ما د استرالیا دهغو نارینه او ښځينه پوځیانو سره چې په منځني ختیځ کې خپلې دندې تر سره کوي، لیدنه وکړه. د ۲۰۰۰ په شااوخوا کې استرالیایان دتروریزم له منځه وړلو په موخه، دهیواد نه باندې د آزادې د ساتنې په موخه خپلې دندې تر سره کوي، تر څو مونږ خپلواکه ژوند وکړو». د هغه په وینا؛ دهغه دغه سفر په دې هیواد کې په جګړو او پوځي شخړو کې د متقاعدینو د جشن لمانځلې په درشل کې تر سره شوی دی.

    د لومړي وزیر د رسنیزو چارو ددفتر د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې د یک شنبې په ورځ ترینبول د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي سره کتنه وکړه. د کتنې پر مهال نوموړي عراق سره د ۱۱۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو ژمنه وکړه. ددوشنبې په ورځ ترینبول په کابل کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمس ماتیس سره چې همدې هیواد ته په ناڅاپي سفر راغلی، کتلي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی