په ژوندی پڼه خپرونه
    د سوریې د کردي ډيموکراتيک اتحاد ګوند عمومي مشر: د ایتلافي ځواکونو د هوکړې پرته ترکي الوتکې نه شو کولای په سوریه ګوزارونه وکړي

    د سوریې د کردي ډيموکراتيک اتحاد ګوند عمومي مشر: د ایتلافي ځواکونو د هوکړې پرته ترکي الوتکې نه شو کولای په سوریه ګوزارونه وکړي

    © AFP 2017/ Saleh Al-Obeidi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7311

    ترکی الوتکو د عراق په شمال کې د کردستان د کارګر ګوند چې په فعالیت یې بندیز لګېدلی دی، په اډو بریدونه کړې چې په پایله کې یې پنځه تنه کردي ملیشه وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي شوي دي. په دې هکله خبر د کردستان د وطنپال اتحاد د رسنيز مرکز لخوا ورکړ شوی دی.

    له دې مخکې راپور ورکړ شوی وو؛ چې له دې سره هم مهاله د سوریې په شمال کې، YPG په ملېشو چې د اروپکو ډلو ټبلو سره تړلي دي، هم هوايي بريدونه شوي دي. د YPG اروپکو قوماندانې هم د وژل شوو او ټپي شوو کسانو د خبر پخلی کړی دی.

    د سوریې د کردي ډيموکراتيک اتحاد ګوند (PYD) عمومي مشر صالح مسلم سپوتنيک سره د مرکې پر مهال د سوریې په شمال کې د ترکیې د هوايي ځواکونو له خوا د برید په اړه څرګندونې کړې دي. مسلم وویل، چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د اجازې پرته به د ترکیې د وسله والو ځواکونو الوتکې نه وای توانېدلې دغه عمليات ترسره کړي.

    مسلم په دي هکله وویل:« د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د اجازې پرته به د ترکیې د وسله والو ځواکونو الوتکې نه وای توانېدلې دغه عمليات ترسره کړي. ایتلافي ځواکونه باید څرګنده کړې؛ چې دغه عملیات مخکې له مخکې پلان شوي وو او که نه. هغوی باید په دې هکله خپل نظر څرګند کړی او ارزونه یې وکړي». نوموړي په ډې چې «د ترکیې د وسله والو ځواکونو بریدونه د رقه ښار په آزادولو کې رول لري. او د هغوی راتلونکې ښايي د ګواښ سره مخ شي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی