په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی: امریکا او د هغوي متحدین ونتوانیدل په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړي

    کرزی: مسکو د افغان حکومت په پیاوړي کولو کي خپلې مرستې ډير کړي

    © Sputnik/ Alexander Natruskin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3510

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له روسي چارواکو غوښتي چي د افغان حکومت په پیاوړي کولو او قوي کولو کي خپلې مرستې ډير کړي او د سیمې له هېوادونو سره په همغږۍ د سولې هڅو ته ادامه ورکړي.

    پخوانی وايي، هیله لري چي افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ پر مرکز بدل سي او نه غواړي چي دلته د قدرتونو او هېوادونو ترمنځ تقابل رامنځ ته سي. پخواني ولسمشر چي له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې کنفرانس کي د ګډون مسکو ته تللی دی، له روسي چارواکو سره کتلي دي.

    ښاغلي حامد کرزي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې پر مهال له دوی مننه کړې، چي په دغه هېواد کي یې د اپریل د څوارلسمې غونډه جوړه کړه او هیله یې څرګنده کړه چي دغه ډول غونډې او کنفرانسونه په دې بریالي سي، چي وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

    هغه له روسي چارواکو غوښتي چي د افغان حکومت په پیاوړي کولو او قوي کولو کي خپلې مرستې ډير کړي او د سیمې له هېوادونو سره په هم ښاغلي حامد کرزي همدا راز د روسیې له مرستو مننه کړې ده او د هغه ددوام غوښتنه یې کړ په ورته وخت کي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف حامد کرزي ته د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ، هغه په سیمه او افغانستان کي یو اغیزناک شخصیت بللی دی او ژمنه یې کړې چي د افغان سولې له پروسې به د افغانانو په غوښتنه او مشرۍ ملاتړ کوي او هڅه کوي چي افغانستان ته د ثبات او سولې په راوستو کي برخه واخلي.

    لاوروف ویلي، چي د سیمې او نړۍ د هېوادونو په توافق به د افغان سولې هڅو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کي به هیڅ راز مرسته و نه سپموي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی