په ژوندی پڼه خپرونه
    قاضي د ترامپ د مهاجرینو ضد یو بل حکم قید کړی

    قاضي د ترامپ د مهاجرینو ضد یو بل حکم قید کړی

    © REUTERS/ Carlos Barria
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    سیمه ایز قاضي ویلیام اوریک د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ هغه حکم قید کړی چی په هغو کی یې په اصطلاح «پناه ورکوونکو ښارونو» ته چی غیرقانوني مهاجرین «پټوي» د فدرالي پیسو د تخصیص د بندولو نیت درلود. په دې هکله Reuters خبر ورکړی.

    په امریکا کی «پناه ورکوونکي ښارونو» معمولاً د غیرقانوني پناه وړونکو په وړاندې نرم چلند کوي او اکثراً د ښاروالیو فوندونو ته د مهاجرت د فدرالي قوانینو د اجباري اجرا د تامینولو لپاره د استعلام له استولو ډه ډه کوي. له دغه غورځنګ سره په لسګونو ښارونه، د نیویارک، لاس انجلس او شیکاګو په ګډون یوځای شوي دي.
    سپینه ماڼۍ وايي چی سیمه ایز چارواکي ټولنیز امنیت له خطر سره مخامخ کوي، کله چی د جنایي جرمونو په تور د نیول شوو غیرقانوني مهاجرو د اجباري شړلو نه ډه ډه کوي.
    د امریکا ادارې د قاضي پر پریکړه سخت انتقاد کړی. سپینې مانۍ اعلان کړی:«دا پیښه د ځانګړي سیمه ایز قاضي له لوري چی د هیچا له خوا نه دی ټاکل شوی، له صلاحیت نه د عدول یو بل بی شرمه مثال دی».
    د امریکا د جمهوري ریاست د ادارې مشر رینس پریبوس ژورنالیستانو ته ویلي چی چارواکي به د دې پریکړې پرخلاف د شکایت له ټولو لازمو اقدامونو کار واخلي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی