په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې او امریکا بین المللی فضايي ستیشن او سپوږمی ته د توریستانو د استولو وریانتونه برابر کړي دي

    روسیې او امریکا بین المللی فضايي ستیشن او سپوږمی ته د توریستانو د استولو وریانتونه برابر کړي دي

    © Sputnik/ Evgeny Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    روسي او امریکايي همکارنو همدا اوس بین المللی فضايي ستیشن او همدارنګه د سپوږمی شاوخوا ته د «سایوز» په عصري شوې بیړی کی د فضايی توریستانو د استولو مختلف وریانتونه برابر کړي دي. دا ټکۍ د روسیې د فضايی آژانس «انرژی» رییس ولادیمیر سولنڅوف د «ریا نووستي» د آژانس پوښتنو ته د ځواب په ترځ کی څرګند کړ.

    څلور فضايي توریستان د سپوږمی پرشاوخوا الوتنې ته تیار دي.
    د روسیې د فضايی آژانس «انرژی» رییس وویل:« بین المللی فضايي ستیشن ته د تجارتي الوتنو تړونونه لاسلیک شوي — دا پیچلی کار دی چی په ډیرو عواملو تړلی دی. له بالقوه فرمایش وروکوونکو سره د تړونونو پر شرایطو بحث جریان لري. عین خبره پر سپوږمی چاپیره الوتنې اړه لري — پر دندو او هدارنګه پر تړونونو، کارکولو ته تیار یو. موږ له خپلو همکارانو سره بین المللی فضايي ستیشن او همدارنګه سپوږمی ته مختلف وریانتونه برابر کړي دي، خو دا موضوع یوازې زموږ له خوا نه، بلکی له نورو فضايي دولتونو سره په همکاری کی حلیږي، ځکه چی پر تخنیکي او اقتصادي مسالو سربیره، حقوقي او نورې مسالې هم شته».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی