په ژوندی پڼه خپرونه
    هکرانو د بې وفا جوړو پرخلاف د څارګرو ښکار اعلان کړی

    هکرانو د بې وفا جوړو پرخلاف د څارګرو ښکار اعلان کړی

    © REUTERS/ Kacper Pempel/Files
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د برازیل د Decepticons هکري ګروپ غړو اعلان کړی چی نیت لري د څارګری هغه تجارتي پروګرامونو مات او له منځه یوسي چی پر بې وفا میړونو او میرمنو، ماشومانو او کارکوونکو څارګري کوي. په دې هکله The Register خبر ورکړی.

    بدنیتو د لومړي قدم په توګه د څارګری مشهور سرویس FlexiSpy مات کړی. هغوی سیستم ته د جوړوونکو د اکاونټونو له لارې په ننوتو بریالي شوي، ټول سندونه او د ضمیمو لومړني کودونه یې غلا کړي چی په نتیجه کی د آزادې ګټې اخیستو لپاره خپاره شوي وو. معلومه شوې چی د طراحانو له جملې یوه د test له لوګین او د test له شفر نه کار اخیست.
    د هکرانو په پیغام کی وویل شوي چی هغوی کولی شي هر پروګرام مات کړي او تر لاسه شوې اسرار د خپلو موخو لپاره وکاروي، خو د دې ډول سوفت خرڅلاو، د هغوی په نظر، غیراخلاقي کار دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی