په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین حکومت د«محمد» نوم پر ایښودلو بندیز لګولی

    د چین حکومت د«محمد» نوم پرایښودلو بندیز لګولی

    © AFP 2017/ Goh Chai Hin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 27 0 0

    د چین حکومت په دغه هیواد کې اوسیدونکو مسلمانانو ته امر کړي چې له دې نه وروسته پر ماشومانو باندې د «محمد» نوم کینږدي

    د چین حکومت په یوه وروستي اقدام کې په دغه هېواد کې اوسېدونکو مسلمانانو ته امر کړی چې له دې نه وروسته په ماشومانو باندې د «محمد » ،عرفات، مجاهد، مدینه په شمول یو شمېر نومونه کېنږدي.
    د پیو د تحقیقاتي مرکز د معلوماتو پر اساس، په چین کې شاو خوا 21 میلیونه مسلمانان اوسېږي چې ډېر یې په لویدیځ ایالت سینکیانګ کې ژوند کوي.
    نیویارک ټایمز، لیکي چې د چین حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې په عامه ځایونو کې په اوږدو ږیرو او د ښځو د پړوني یا ټیکري پر اغوستلو هم بندیزونه لګولي دي.
    د بشري حقونو ادارو ویلي چې دا د میندو او پلرونو خوښه ده چې په ماشومانو باندې داسې نومونه کېږدي چې د هغوی خوښېږي

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی