په ژوندی پڼه خپرونه
    په جنوبي کوریا کی د امریکا د توغندیو ضد دفاعي دستګاوو پرخلاف مظاهره شوې

    په جنوبي کوریا کی د امریکا د توغندیو ضد دفاعي دستګاوو پرخلاف مظاهره شوې

    © REUTERS/ Kim Hong-Ji
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 35 0 0

    د جنوبي کوریا اوسیدونکو چی د امریکا د توغندیو ضد دفاعي سیستمونو پرخلاف یې اعتراض کاوه، له پولیسو سره اخ و ډب کړی.

    شخړه د کیوسان-پوکتو په ولایت کی پیښه شوې، چیرې چی د THAAD د کومپلکسونو ځای پرځای کول په پام کی دي. زیات شمیر اوسیدونکي فکر کوي چی د هغوی د کرنې سیمه د توغندیو ضد سیستمونو تر ځای پرځای کولو وروسته د شمالي کوریا د بالیستیکي وسلې لپاره په لومړی درجه موخه بدلیږي.
    د THAAD (Terminal High Altitude Area Defense) عالي تخنالوژیکي سیستم د منځني واټن د توغندیو د فوق العاده دقیقو په نښه کولو لپاره په پام کی نیول شوی. د THAAD بطریې به د توغندیو ضد TPY-2 TM رادر، د توغندیو د توغولو له شپږو دستګاوو، ۴۸ ښکاري توغندیو او همدارنګه د ادارې له مرکز او د بریښنا له جنراتور نه تشکیل شوې وي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی