په ژوندی پڼه خپرونه
    مفت خوره موش خورما هره ورځ یو ایسکریم نوش جان کوي

    مفت خوره موش خورما هره ورځ یو ایسکریم نوش جان کوي

    © Photo/ Isabelle Marozzo / Barcroft Images
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 25 0 0

    په امریکا کې یو موږک له تېر کال راهیسې هره ورځ د ایسکریمو یو دوکان ته په خپل ځانګړي وخت ورځي، ایسکریم خوري او بیرته ځي.

    د امریکا د کارولانیا ایالت د ایسکریمو د دغه دوکان پلورنکی رسنیو ته ویلي چې تقریبا یو کال وړاندې دغه موش خرما یا د «ونې موږک» دده دوکان ته راغلی و، او ده ورته یو ایسکریم ورکړ او له همغې ورځې راهیسې هره ورځ د ایسکریم لپاره دوکان ته ورځي.
    اوس نو موږک هره ورځ له ونې یو ځل راښکته کې کیږي او بې پيسو له دوکانداره یوه دانه ایسکریم نوشي جان کوي.
    ایسکریم پلورنکی وايي، موږک هره ورځ یو ځل راځي، خو کله کله داسې ورځ هم وي چې ان په ورځ کې دوه ځله هم د ایسکریم خوړولو اشتها پیدا کوي.
    ایسکریم پلورنکی د موږک له پاره واړه واړه ایسکریم تر نورو جلا جوړوي چې په اسانه يې وخوړلی شي.
    دواکاندار وايي چې کله هم ددې موږک نوم واخیستل شي، نو په هماغه شیبه له ونې راښکته کیږي او دوکان ته راځي.
    دکاندار دا هم وايي چې دغه موږک دوکان ته د راغلو خلکو سره لوبې هم کوي.
    ویل کیږي، د ایسکریم پلورونکي کارو بار هم ډیر ښه چلیږي ځکه چې خلک د یاد موږک د لیدولو لپاره د ده دوکان ته ورځي او ایسکریم خوري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی