په ژوندی پڼه خپرونه
    facebook

    یوه ټایلندي د خپلې لورد وژنې ویډیو په فېسبوک کې خپره کړې

    © AP Photo/ Gus Ruelas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    په تایلنډ کې یوه سړي خپله د ۱۱ میاشتو ماشومه لور وژلې او له هغه وروسته یې ځان وژلی دی. دغه سړي د لور او ځانوژنې دغه بهیر په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپور کړی دی.

    پولیس وايي دغه ۲۱ کلن سړي خپله ماشومه لور زندنۍ کړې او ورسته یې ځان هم وژلی دی. د رپوټونوله مخې ویل شوي، چې دغه سړي له خپلې مېرمنې سره له شخړې وروسته دغه ګام پورته کړی دی.
    په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې دغه سړی پړی د ماشومې غاړې ته اچوي، له چته یې لاندې ځوړوندي او وروسته یې بېرته پورته راکاږي. رپوټونه وایي چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه د ویډیو له لیدو وروسته د هغه خپلوانو پولیسو ته د پېښې په اړه ویلي، خو د پولیسو له رسېدو مخکې سړي خپله لور هم وژلې وه او خپل ژوند یې هم له لاسه ورکړی و.
    فېسبوک مسوولینو د پېښې په تړاو د یاد سړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې «وحشتناکه» پېښه بللې ده.
    فېسبوک چارواکو ویلي، د پلار په لاس یې د ماشومې لور وژنې ویډیويي کلیپ له پاڼې لرې کړی دی.
    له دې مخکې امریکا کې د یوې وژنې ویډیو تر ساعتونو پورې پر فېسبوک لیدل کېده او له هغه وروسته فېسبوک مسوولینو ویلي و، چې د دغه ډول ویډیويي کلیپونو لرې کولو کې به ځنډ نه کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی