په ژوندی پڼه خپرونه
    ګوګل داسې پوښتني ثبت کړي چې هغه د د ريمي نړيوالې جګړې سره تړاو لريګوګل داسې پوښتني ثبت کړي چې هغه د د ريمي نړيوالې جګړې سره تړاو لري

    ګوګل داسې پوښتني ثبت کړي چې هغه د د ريمي نړيوالې جګړې سره تړاو لري

    © AFP 2017/ STF © REUTERS/ U.S. Air Force photo
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 29920

    د ګوګل (Google) د لټون په سيستم کې د دریمې نړۍ د جګړې په تړاو د پوښتنو دثبت شمیرې ثبت شوي دي. دامطلب د سياسي چارو کارپوه الکسي موخين د سپوتنيک رآډيوسره په يوه ځانګړې مرکه کې څرګند کړ. دی وائي ولې دغه موضوع دومره په زړه پورې ده!

    په ګوګل کې د لټون د فعاليتونو وده په نړي کې د امريکا له خوا د نوو شخړو د ټينګښت له امله رامنځته شو. چې ښې بيلګې ئي د د مشق، شمالي کوريا شخړې ، او په افغانستان کې د «ټولو بمونو دمور » استعمال وو. خو که يوه میاشت مخکې د دريمي نړيوالې جګړي په اړه په (GoogleTrends) کې د پوښتني کچه په ۱۰۰ ټکې مقياس کې ۱۶ نقطې يا پوينټ وه. خو په دې اونۍ کې دغه کچه چې د ګوګل د پلټني سيستم په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شوی دي له هغې ورځي راهيسي تر ټولو لوړه کچه ښيئ. په دې اړه د فلیپین ، استرالیا او نیوزیلنډ خلګ ډيره انديښنه لري. هېښنده ده،چې په روسيي کې ددريمي نړيوالې جګړې په اړه د ګوګل د لټون په سيستم کې پوښتني نه دي ثبت شوي. د سیاسي اطلاعاتو د مرکز عمومي مدير او د سياسي چارو کارپوه الکسي موخين د سپوتنیک راډيو سره په مرکه کې وويل. « ايا تاسو د استراليا او يا د نوي زیلاند د وسله والو ځواکونو په اړه څه اورېدلي دي؟ ماهم نه دی اوريدلي. زه باور لرم چې دا د دغو هېوادونو د ملکي خلګو د اندیښنې سبب شي. دوی ناڅاپه ځانونه په بشپړه توګه نا خوندي احساسوي. او زما په اند دلته امریکا پړه ده، د امریکا متحده ايالاتونه چې د کلونو راهيسي په ټوله نړۍ کې جاروواهه ثابته کړه.امريکا وائي — د ازادۍ ضمانت کوي ، د نړۍ عقيدې ته پابنده ده. او داسې بل ملت نشته. زه دغه خبري د امریکا د ولسمشرانو او د هغوی د استازو له خوا نقل قول کوم. او دا د «نړۍ وجدان» په ناڅاپې ډول پرېکړه کوي او په افغانستان کې د بمونو مور غورځوي او د سورئي په هوائي ځواکونو د توغنديو ګوزارونه کوي او الوتکې وړونکې بيړي د يو مستقل هېواد پولو ته نږدي کوي البته د امريکائيانو داډول سلوک او چلند د هغو هيوادونو د وګړو په منځ کې احساسات او جذبات راوپارول چې د قيد اوشرط پرته ئې د امريکا په سوله يز ماهيت باور درلود خو اوس هغوی نهیلي شوي دي» — دامطلب موخين څرګند کړ. د هغه په اند اوس د لويديځ سياست- ، روسيه «تیری کوونکې» ته منسوبول ميوه نه ورکوي. « اوس دا کار نتيجه نه ورکوي، که تاسو د يوې، يوې نیمې میاشتي مخکې « د ځانګړې روسي يرغل» په آړه بحثونو ته ځيرسي که عصبي خندا ونه رسوي خو اروپا، منځني ختيځ او اسيائي هيوادونه ته اذيتونه رسوي او تحريکوي ئي. اطلاعاتي وسلې چې د روسيي پر ضد کارول کیږي د تيري يا يرغل تورنه دي ». دامطلب کارپوه څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی