په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا بین القاره یي بالیستیکي توغندی آزمویلی

    امریکا بین القاره یي بالیستیکي توغندی آزمویلی

    © AP Photo/ U.S. Air Force
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5710

    امریکايي پوځیانو په بریالیتوب بین القاره یي بالیستیکي Minuteman III توغندی چی د هیواد د هستوي ستراتیژیکو ځواکونو بنسټ تشکیلوي، آزمویلی.

    د Sputnik د خبر سره سم، په دې هکله د امریکا د هوايی ځواکونو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی.
    توغونه د چهارشنبې په شپه د کالیفورونیا په ایالت کی د واندینبیرګ له هوايي اډې تر سره شوې ده. لکه چی ویل شوي، د توغندې سرګلوله په بریالیتوب د کواجالاین په مرجاني ټاپو (د مارشال په ټاپوګانو) کی تر پولیګونه پورې، د توغولو له سیمې نه د تقریباً ۴،۲ زرو میلو په واټن الوتې ده». د آزموینې د مسوولیت چارې د وایومینګ، مونتانا او نیبراسکا په ایالتونو کی د هوایی ځواکونو قطعاتو پر غاړه درلود.
    د Minuteman III توغندی — د ځمکني استقرار یوازینی بین القاره یي بالیستیکي توغندی دی چی د امریکا د ځواکونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. د پرانیستو سرچینو د معلوماتو له مخې، په هیواد کی ټول ۴۵۰ دا ډول توغندي موجود دي او هغوی لږ تر لږه تر ۲۰۲۰ کاله د ځواکونو د وسلو په لړ کی پاتیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی