په ژوندی پڼه خپرونه
    ناریشکین: نژدې ختیځ د لویدیځ د جیوپولیتیکي لوبې یرغمل ګرزیدلی

    ناریشکین: نژدې ختیځ د لویدیځ د جیوپولیتیکي لوبې یرغمل ګرزیدلی

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    د نژدې ختیځ سیمه د لویدیځ د جیوپولیتیکي لوبې په یرغمل بدله شوې ده. دا ټکۍ د امنیت په هکله د مسکو په VI بین المللی کنفرانس کی د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادرې رییس او د روسیې د فدراسیون د امنیت د شورا دایمي غړي سرګې ناریشکین څرګند کړ.

    نوموړي وویل:«په مختلفو پلمو د خپلې ارادې د تحمیلولو هڅه، د سیستم له لانورې بې نظمی پرته، په بل هیڅ څه نه تمامیږي. د زیات شمیر بین المللی بحرانونو، که چیرې د ټولو نه وي، علت په همدې کی نغښتی دی. دا په خاصه توګه د نژدې او منځني ختیځ او افریقا په مثالونو کی لیدل کیږي. په دې سیمه کی هیڅکله ثبات نه وو موجود، خو په وروستي وخت کی هغه د پردۍ جیوپولیتیکي لوبې یرغمل ګرزیدلې. د خپلو شبلونونو په وسیله د افغانستان، عراق، لیبیا او ایران چی خپل خصوصیات لري، د بدلولو په هکله د لویدیځ لیونیو هڅو، د بې نظمی او زورزیاتي پرته، کومه بله نتیجه نه ده ورکړې».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی