په ژوندی پڼه خپرونه
    په ملګرو ملتونو کی یې پر دې اعتراف کړی چی بندیزونه نور پر روسیه اغیزه نه کوي

    په ملګرو ملتونو کی یې پر دې اعتراف کړی چی بندیزونه نور پر روسیه اغیزه نه کوي

    © AFP 2017/ Fabrice Coffrini
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24 0 0

    روسیې له بندیزونو سره تطابق حاصل کړی او حتی د هغوی د ساتلو په صورت کی هم هیواد له بحران نه وزي او اقتصاد د مثبتې ودې ښودل پیلوي. دا ټکۍ د بشر د حقوقو په هکله د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د شورا خاص ویاند ادریس جزایري څرګند کړی.

    د ملګرو ملتونو استازي د فدراسیون د شورا د اساسي قانون او دولتي تشکیلاتو د جوړولو د کمیټې له رییس اندرې کلیشاس سره وکتل او په روسیه کی یې په اوسني وخت کی د اوضاع په هکله خپل نطر څرګند کړ.
    د جزایري په نظر د روسیې اقتصاد نه یوازې له وضعې سره تطابق حاصل کړی. نوموړي وویل:«نوي جوړښتونه رامنځ ته کیږي او نوې پانګې اچونې راپیدا کیږي. هغوی د تولید تر پړاوه رسیږي. په سوداګری کی نوي ماډلونه رامنځ ته کیږي. هغوی په لومړني پړاو کی د لګښتونو غوښتنه کوي، خو د وخت په تیریدو د هغوی اغیزمنتوب زیاتیږي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی