په ژوندی پڼه خپرونه
    د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ايران پر سرحدي ساتونکو د بريد په تړاو اعتراض څرګند کړ

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ايران پر سرحدي ساتونکو د بريد په تړاو اعتراض څرګند کړ

    © AP Photo/ Ronald Zak
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13210

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته له دې کبله چې تیره چهارشنبه ددې هیواد د خاورې نه د ایران پر سرحدي ساتونکو برید شوی وو، اعتراض څرګند کړی دی.

    "دپاکستان حکومت باید ددې ځواب ووايي، چې په خپله خاوره کې بانډونو ته اجازه ورکوي. هیوادونه چې د تروریزم ضد ایتلاف کې شامل دي، باید د ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې برخه واخلي، نه دا چې په خپله خاوره کې سترګې په پټې کړي". په دې هکله څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازي بهرام قاسمي کړې دي.

    د یادونې وړ ده؛ چې د پاکستان د خاورې نه د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایتونو کې د ایران په سرحدي پوځیانو ډزې شوې وې، چې په پایله کې یې لس تنه سرحدي پوځیان، دوه تنه ځوان افسران، ۸ نور سرتیري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي وو.

    ددغه برید مسؤولیت د "جیش العدل" سني ډلې په خپله غاړه اخیستی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی