په ژوندی پڼه خپرونه
    هندي طبیبانو په دروغو تر تورنیدو وروسته د نړۍ تر ټولو چاغې ښځې سره له کارکولو ډه ډه وکړه

    هندي طبیبانو په دروغو تر تورنیدو وروسته د نړۍ تر ټولو چاغې ښځې سره له کارکولو ډه ډه وکړه

    © AFP 2017/ SAM PANTHAKY
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 28420

    د ډیرې چاغې «درنې» مصري ښځې د خور له لوري په «تبلیغاتو» او «دروغو» د هندي ډاکټرانو په اړوند تر تورلګولو وروسته، د ډاکټرانو ټیم له هغې سره له کارکولو ډه ډه وکړه. په دې هکله The Guardian لیکلي دي.

    دمخه خبر ورکړی شوی وو چی په هند کی ډاکټرانو د مصري میرمنې ایمان احمد عبدالاتي چی ۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري، د معالجې په هکله موافقه کړې وه. ویل شوی وو چی وروسته تر هغو چی هغه یې په هند کی کلینیک ته ولیږدوله، هغې په شدت خپل وزن وبایله او د ۱۴۰ کیلوګرامو په اندازه ډنګره شوه.
    خو، د هغې خور وویل چی ډاکټرانو په خاصه توګه ناروغې ته دارو ورکول، څو د هغې د مغز فعالیت ودروي او د دغه علاج په نتیجه کی «معلوله» ثابته شوه.
    شیما سلیم وویل:«تر عملیاتو وروسته د هغې خور خبرې نه شي کولی. هغه له تغذیوي نل سره تړلې او نه شي ځوځیدلی، هغې زیاته کړه چی د دې په نظر، « د ډاکټرانو مواظبت، دا ننداره او د رسنیو لپاره تبلیغات دي».
    د هغوی په پته تر داسې تورونو وروسته ډاکټرانو ځانونه توهین شوي احساس کړل. په نتیجه کی د ډاکټرانو ټول ټیم، له عمده معالج ډاکټر پرته، له دغې میرمنې سره له کارکولو لاس واخیست.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی