په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د ولسمشرۍ په هکله: ما فکر کړ، چې اسانه به وي

    ټرمپ د ولسمشرۍ په هکله: ما فکر کړ، چې اسانه به وي

    © AFP 2017/ Jewel Samad
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    1174 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل؛ چې د ولسمشرۍ دنده دومره اسانه هم نه ده، لکه څومره چې ده فکر کړ. په دې هکله څرګندونې نوموړي د Reuters آژانس سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    ټرمپ وویل:«زما خپل پخوانی ژوند خوښ وو، ډیرې پېښې پېښېدې. اوس زما کارونه تر پخوا ډیر دي. ما فکر کړ، چې آسانه به وي».

    نوموړي څرګنده کړه؛ چې په خپل «پخواني ژوند» کې هم له دې سره چې شخصي ژوند یې نه درلود، عادت وو خو لا تر اوسه د ساتونکو لخوا ساتل کېږي او څارل کېږي.

    د امریکا ولسمشر زیاته کړه؛ «زما موټر چلول خوښېږي، خو له دې وروسته زه په خپله موټر چلولی نه شم».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی