په ژوندی پڼه خپرونه
    د درنو چورلکو په تړاو د روسيې او چين تر منځ  تړون ۹۹٪ چمتو شوی

    د درنو چورلکو په تړاو د روسيې او چين تر منځ تړون ۹۹٪ چمتو شوی

    © Sputnik/ Press service of the Northern Fleet/Andrey Luzik
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2510

    د چین د بهرنیو چارو د وزارت د ختیځې اروپا او منځنۍ آسیا د ریاست مشر ګويي ثونیو ویلی، چې د درنو چورلکو په تړاو د روسيې او چين تر منځ تړون ۹۹٪ چمتو شوی.

    نوموړی خبریالانو ته وویل: «روسیه او چین به په ګډه د درنو چورلکو د جوړولو کار پیل کړی. تمه کیږي چې د پوروژی تړون به په نږدی راتلونکې کې لاسلیک شی، دواړه خواوې د تړون ۹۹٪ مواردو سره موافقي ته رسیدلی دي.»

    ګويي ثونیو زیاته کړه: « زما په اند، دېړ ژر به د تړون د متن سره  په بشپړه توګه موافقه وشی.»

    د د درنو چورلکو په پوروژی کې د همکاریو ابتدايي تړون د ۲۰۱۶ کال په مي میاشت کې د «روسيي چورلکو» شرکت او د چين د هوايي صنعت شرکت (AVIC) ترمنځ لاسلیک شوی وو.

    چورلکې به د ۳۸ ټنو بار د انتقالولو وړتیا ولری. سربیره پردی هغوی به وکولای شی په دوامداره توګه په ګرمه هوا کی او په جګو سيمو کې الوتني وکړی. 

    اړیکه ټینګوونکی:

    چين خپلو سمندرې ځواکونو ته په مبارکۍ کې په تيروتنه د روسي الوتکو د پوستر څخه استفاده کړي ده
    روسيه په مارچ کې چين ته د تیلو په صادرولو کې تر سعودي عربستان د مخه شوه
    په چين کې دتلويزيوني چلونکي دژوندۍ خپرونې پر مهال په هغه بريښنايي تندر ولږېد(ویدیو)
    په چين کی د زوجینو د جګړو له امله د الوتکو پروازځنډول(ویدیو)
    په چين کې يوه سړي له ښځينه روبوټ سره واده کړی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی