په ژوندی پڼه خپرونه
    Флаги Евросоюза и Украины в Киеве

    په اوکراین کې د فحشا او د نشه يي توکو د قانوني کولو وړاندیز شوی

    © REUTERS/ Valentyn Ogirenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3801

    د اوکراین د بيمې د فدراسیون عمومي رییسه ګالينا تريتيکوا وړانديز کړی چې فحشا ، د مخدره توکو قاچاق او دشپي په کلپونو کې قمار وهلو ته قانوني اجازه ورکړل شي تر څو د تقا عد صندوق له پیسو ډک شي.

    دامطلب سپو تنيک د lb.ua له قوله ورکړی دي. هغې وويل که د اوکراين چارواکې اراده ولري بیانو کېدای شي د تقاعد سیستم سره مرسته وشي. دا وائي موږ په وار وار اوريدلي دي چې موږ د متقاعدينو دپاره بودجه نه لرو. بايد هغه برخې چې دولت ته بودجه نه راوړي قانوني شي تر څو دولت ته قانوني بودجه راشي. داوائي که چيري موږ د کاسيرو ښځو، وسلو، قمار، او د چرس خرڅلاو قانوني کړو موږ ته عايد په لاس راځي. ګالينا ترېتيکوا وائي چې اوس هم په پټه دغه سوداګرۍ روانه ده، او ماليه نه ورکوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی