په ژوندی پڼه خپرونه
    نشنل انټیرسټ: د «ستونزمنې» F-35 الوتکې په خاطر باید ۱.۷ میلیارده ډالره نورې پیسې ولګول شي

    نشنل انټیرسټ: د «ستونزمنې» F-35 الوتکې په خاطر باید ۱.۷ میلیارده ډالره نورې پیسې ولګول شي

    © Photo/ DVIDSHUB
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د پنځم نسل لرلیدلرونکې F-35 الوتکې بیه مخ په زیاتیدو ده او د امریکا هوايي ځواکونو ته د هغې سپارل د نامعلومې مودې لپاره ځنډول کیږي. په دې هکله د National Interest مبصر دین ګرازیې لیکلي دي.

    د مقالې لیکونکی د امریکا د محاسباتو د دیوان څه موده مخکې رپوټ ته پاملرنه راګرزوي چی د هغو سره سم د آزمایښتي الوتنو لګښتونه له ۱،۷ میلیاردو ډالرو اوړي. په عین حال کی یادشوی رقم وروستی نه ګڼل کیږي. ژورنالیست عقیده لري:«د آزموینو ترټولو پیچلی پړاو په مخکی دی او زیات شمیر نواقص به په راتلونکې کی بربنډ شي. له همدې کبله د پروګرام لګښت ښايي نور هم زیات شي». د نوموړي په عقیده، امریکايی مالیه ورکوونکي به ډیر ځله د لرلیدلرونکې ښکاري الوتکې تمویلولو ته اړ شي.
    مبصر په پای کی لیکي:« د محاسباتو د دیوان رپوټ یوځل بیا ثابتوي چی F-35 — ډیره ستونزمنه الوتکه ده. پنتاګون باید ډیر ژر د هغې د طراحی چارې بشپړې کړي او د الوتکې سختې محاربوي آزمویني تر سره کړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی