په ژوندی پڼه خپرونه
    د اتمې انرژی د بین المللی ادارې د سرطان ضد پروګرام په برخه کی د روسیې حق العضویت توقیف شوی

    د اتمې انرژی د بین المللی ادارې د سرطان ضد پروګرام په برخه کی د روسیې حق العضویت توقیف شوی

    © Sputnik/ Viktor Tolochko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17 0 0

    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د خبر له مخې، امریکايی بانکونو د مارچ په میاشت کی د اتمې انرژی د بین المللی ادارې د سرطان د ناروغی د علاج د پروګرام د تحقق لپاره د روسیې حق العضویت توقیف کړی.

    په دې توګه، له یوه روسي بانک نه چی حق العضویت یې لیږداوه، په دې هکله پوښتنه شوې چی آیا د پیسو دا لیږدونه له ایران سره تړاو لري او که نه.
    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په خبرتیا کی ویل شوي:«په دې هکله د روسیې لوري له ډاډګیرنو سره سره چی دا پیسې یوازې د بشري موخو لپاره بیلیږي، امریکايی بانکونو د قسط لیږدول د څو اونیو په ترځ کی ځنډول او د ۲۰۱۷ کال د اپریل په پیل کی یې توقیف شوې پیسې د «روس اتم» د دولتي کارپوریشن حساب ته بیرته ستنې کړې دي. د اتمې انرژی بین المللی ادارې تر اوسه د ۲۰۱۷ کال لپاره د سرطان د ناروغی د علاج په موخه د روسیې د خپلې خوښې حق العضویت نه دی ترلاسه کړی».
    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چی «ممکن، خبره د ملي بندیزونو په اړوند د امریکا د حکومت د محدودیتونو په خپل سر تعبیرولو مطرح وي چی له توپیر پرته پرټولو حتی پر بشري خصوصیاتو لرونکو بانکي معاملو ګوزار کوي».
    د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کی څرګنده کړه چی «د امریکا له رسمي استازو سره په تماسونو کی د روسیې له خوا د دې مسالې د مکررو مطرح کولو سره سره، د امریکا ادارې خپلو بانکونو ته د هغوی د اقدامونو د اشتباه په هکله توضیحات نه دي ورکړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی