په ژوندی پڼه خپرونه
    مسکو هیله من دی چی د سوریې وسله وال اپوزیسیون به آستانې ته راشي

    د سورئي وسله والو مخالفينو ویلي چې استانې ته د خبرو اترو بلنه ورکړل شوی

    © Sputnik/ Sergey Pyatakov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    د سورئي مخالفو وسله والو ته د سورئي د کړکيچ په تړاو استاني ته د خبرو اترو بلنه ورکړل شوې ده. خو تراوسه پورې يوې ډلې هم مخالفت نه دی کړی. دامطلب د يکشنبي په ورځ د وسله والو ډلو د هيئت غړي فاتح حسون ريانووستي اژانس ته څرګند کړی دي.

    « موږ استانې ته رسمي بلنلیک تر لاسه کړی دي. موږ دغه خبر دروسيي د پلاوي څخه په شفاعي توګه تر لاسه کړی دي. اوسمهال دوسله والو ډلو له خوا استاني ته د تګ مخالفت نه شته. برعکس اوس هغوی د روسيي د نوې وړانديز په تمه دي چې په دغه ځمکه کې وضعه ښه کړي. د تګ په اړه هيڅ اعتراض نه شته»- دامطلب سرچېنې څرګند کړ. موږ هيله لرو چې روسیه به د دې بهیر یو تضمین کوونکي وي او نه يو لوری ونيسي. څرنګه چې روسیې او د سوریې عربي جمهوریت د سوریې د جوړېدو په پيل کې یو قوي تړاو درلود. او د روسیې انتخاب د رژیم د ملاتړ لپاره — دا غلط انتخاب دی. او موږ هيله لرو چې روسیه به په نږدې راتلونکي کې ددغه ټکې سمولو ته پام وکړي».- دامطلب نوموړي څرګند کړ. د اټکلونو له مخې د سورئي په اړه راتلونکې غونډه به د می ۳-۴ د قزاقستان په پلازمېنې کې تر سره شي. د کارپوهانو په کچه يوه ناسته د می په ۲ مه جوړيږي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولو غاړو ګډون ته هیله من دي: ضامن هېوادونه (روسیه، ایران، ترکیه)، د سوریې حکومت او د اپوزیسیون استازي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی