په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې یو سړي په حوض کې په خلکو ډزې وکړې

    په امریکا کې یو سړي په حوض کې په خلکو ډزې وکړې

    © Sputnik/ Vladimir Pesnya
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10001

    د امریکا د سان دیګو په سیمه کې یو ناپېژندل شوي تن په حوض کې په خلکو ډزې وکړي. دډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

    د CBS NEWS 8 آژانس د سان دیګو د پولیسو د قوماندان شیلي زیمیرمان په حواله خبر ورکړی؛ چې په سیمه کې د ډزو په هکله معلومات په ځايي وخت د سهار په ۶ بجو خپاره شول.

    کله چې سیمې ته د پولیسو درې افسران ورورسېدل، نو دغه تن په پولیسو هم ډزې وکړې، پولیسو هم هغه په نښه کړ او وې واژه.

    د پېښې شاهدان وايي، چې دغه تن نشه وو او په دې وخت کې یې هم شراب څښل.

    پولیسو څرګنده کړې؛ چې دغه تن پیتر سیلیس نومېده چې په ۱۹۶۷ ز- ل کال کې زیږېدلای دی.

    د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

    د ویلو وړ ده؛ چې له دې مخکې؛ د امریکا د چیګاګو په ښار کې دوه تنه ځلمیان له دې کبله چې په یوه ښوونځي یې د برید پلان درلود، هم نېول شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی