په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش جګړه بایللې

    داعش جګړه بایللې

    © Photo/ Ministry of Defence of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3420

    روسیې د سوریې د حمیمیم له هوايی اډې تقریباً خپل نیمايی هوايي ګروپ چی هلته په پیل کی ځای پرځای شوی وو، ایستلی دی. په دې هکله د روسیې د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز د عمومي اوپراتیفي ادارې آمر ډګر جنرال سرګې رودسکوی د امنیت په هکله د مسکو په VI بین المللی کنفرانس کی اعلان وکړ.

    پوځیانو د الوتکو د شمیر کمول ممکن بللي، ځکه چی د تروریستي ډلو شمیر په دغه هیواد کی کم شوی.
    رودسکوی معلومات ورکړل چی د روسیې هوايي — فضايي ځواکونو په سوریه کی د عملیاتو له پیل څخه ۲۳ زره محاربوي الوتنې تر سره کړې او د جګړه مارانو پر مواضعو یې ۷۷ زره ګوزارونه کړي دي. د نوموړي په خبره، د روسیې هوايي — فضايي ځواکونو په کم شمیر الوتکو، د امریکا په مشری له لویدیز ایتلاف نه، څلور ځله زیات ګوزارونه کړي دي.
    جنرال همدارنګه وویل چی د روسیې هوايي ګروپ د حمیمیم له هوايی ډګر څخه د هیواد ټول هوايي حریم کنترولوي.
    د پوځي سیاست پوهانو د ټولنې کارپوه، د پلیخانوف په نامه د روسیې د اقتصاد د پوهنتون د سیاست پیژندنې او ټولنپیژندنې د ډیپارټمنټ استاد اولیګ ګلازونوف باور لري چی په سوریه کی د داعش پرخلاف جګړه کی د بدلون ټکۍ رامنځ ته شوی دی.
    اولیګ ګلازونوف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:«زموږ پیلوټانو خپل استعداد وښود، زموږ پیلوټانو وښوده چی زموږ الوتکې په تخنیکي لحاظ او په کلي توګه له ورته لویدزو نمونو ښه والی لري. په عین حال کی باید دا ټکۍ په پام کی ونیول شي چی سوریه — دا نژدې ختیځ دی، ګرمي او اقلیم زموږ له شرایطو سره هیڅ ورته والی نه لري. اوس د «اسلامي دولت» (داعش) د تروریستي ډلې وسله وال ډیر کم پاته دي او دا ډول لوی ګروپ، اصلاً، ضروري نه دی. مستقیماً ویلی شو چی د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې په سوریه کی جګړه بایللې او په جګړه کی د بدلون لحظه رارسیدلې ده».
    د نوموړي په نظرو اوس به اساسي چارې خاصې ادارې تر سره کوي.
    اولیګ ګلازونوف وایی:«یوازې ډیر نه پخلاکیدونکی (وسله وال) پاته دي، د داعش نور مشران پټیږي. او اوس به په سوریه کی اساسي فعالیتونه استخباراتي ادارې تر سره کوي چی د د «اسلامي دولت» تروریستي هستې به کشفوي. او هغه الوتکې چی په اډه کی پاتیږي، د دې لپاره کافی دي، څو د (سوریې دجمهور رییس) بشار اسد او ایراني ګروپونو چی له هغوی سره مرسته کوي، ملاتړ وکړي».
    په سوریه کی وسله واله شخړه د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسې دوام لري او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په دې کورنۍ جګړه کی تر ۲۲۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.
    د روسیې هوايي — فضايي ځواکونه د سوریې د جمهور رییس بشار اسد په غوښتنه د دغه هیواد له چارواکو سره له تروریزم سره په مقابله کی مرسته کوي. د مسکو د ملاتړ له برکته دمشق د اوضاع په بدلون او په مهمو لورو کی د یرغلیزو عملیاتو په پیلولو بریالی شوی.
    په ۲۰۱۶ کال کی د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین په سوریه کی په بریالیتوب د دندو د ترسره کولو په اړوند د روسیې د هوايي — فضايي ځواکونو د لويې برخې د ایستلو پریکړه وکړه. روسیه په عین حال کی د سوريې حکومت ته د وسلو او جنګي تخنیک استولو ته دوام ورکوي او د حمیمیم هوايی اډه او په تارطوس کی د روسیې د سمندري ځواکونو د مادي — تخنیکي تامینانو مرکز د پخوا په شان خپل فعالیت ته دوام ورکوي. په سوریه کی همداشان د متخاصمو لورو د پخلاینې روسي مرکز فعالیت کوي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی