په ژوندی پڼه خپرونه
    ماکرون په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو د نشتوالي په صورت کې د فرانسې د وتلو خبرداری ورکړ

    ماکرون په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو د نشتوالي په صورت کې د فرانسې د وتلو خبرداری ورکړ

    © Sputnik/ Alexey Vitvitsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10020

    د فرانسې ولسمشرۍ ته نوماند ایمانوییل ماکرون په دې باور دی، که په اروپايي ټولنه کې اصلاحات رامنځ ته نه شي، نو دغه هیواد کېدای شي، د اروپايي ټولنې نه ووځي.

    ماکرون د بي بي سي سره د مرکې پر مهال وویل؛ هغه د اروپايي ایډیالوژۍ او په اروپا کې د ګډې پولې پلوی دی خو د فرانسې نیم وګړي له دې کبله چې اروپايي ټولنه ګټوره نه ده، په غوسه دي.

    نوموړي وویل:«نو ځکه زه فکر کوم؛ چې زه به په اروپايي ټولنه کې د ژورو اصلاحاتو او زمونږ د اروپايي پروژې په کار بوخت شم». او یا به فرانسه ډیر زر د اروپايي ټولنې نه د وتلو frexit  سره مخ شي.

    له دې مخکې د فرانسې د«ملي جبهې» د ګوند مشرۍ مارین لي پین ویلي وو؛ چې غواړي په اروپايي ټولنه کې د فرانسې د غړیتوب په هکله ټولپوښتنه تر سره کړي.

    د فرانسې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې به د مای د میاشتې په ۷ نېټه تر سره شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی