په ژوندی پڼه خپرونه
    د غوا تښتولو په تور دوه مسلمانان وژل شوي

    د غوا تښتولو په تور دوه مسلمانان وژل شوي

    © REUTERS/ Cathal McNaughton
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    د هند د ختيځ اسام په ایالت کې هندوانو دوه مسلمان ځوانان د غوا تښتولو په تور وژلي دي.

    خلکو دغه ځوانان نږدې یو نیم کیلو متر له یوه څړځای نه په وهلو ډبولو د پولیسو یوې پوستې ته رسولي چې بیا پولیسو ترې اخیستي. د پولیسو چارواکي له يوه ژورنالیست سره په خبرو کې ویلي، تورن کسان یې روغتون ته رسولي وو؛ خو د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
    پیښه د اسام ایالت د نوګاو ولسوالۍ د کاساماری پوستې ته نږدې شوې ده.
    د وژل شویو مسلمانانو نومونه ابوحنیفه او ریاض الدین علي ښودل شوي چې د شلو او دوه ویشت کلونو تر منځ عمر لري. پولیسو د وژل شویو ځوانانو د کورنیو په غوښتنه دعوا ثبت کړې؛ خو تر اوسه یې د دغې پیښې په تړاو څوک نه دي نیولي.
    څه موده وړاندې د راجستان په ایالت کې هم د غواګانو یو تاجر په وهلو ډبولو وژل شوی و.
    هندوان غواګانو ته ډیر احترام لري. په ځینو ایالتونو کې ځایي حکومتونو د غواګانو په حلالولو بندیز لګولی او سخت قوانین یې رامنځته کړي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی