په ژوندی پڼه خپرونه
    د سوریې په هکله به د اردوغان سیاست د ترامپ اداره ټاکي

    د سوریې په هکله به د اردوغان سیاست د ترامپ اداره ټاکي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3910

    سیاسي مبصر موسی اوزوګورلو له Sputnik سره په مرکه کی له روسیې او امریکا سره په نژدې ختیځ کی د ترکیې د بهرني سیاست د ممکنو لورو پر انکشاف د سوریې او عراق په شمال کی د ترکیې د وسله والو ځواکونو د څه موده مخکی هوايي ګوزارونو په پام کی نیولو سره چی یو شمیر حکومتي رسنی هغه د «فرات د ډال» د عملیاتو د دوهم پړاو په توګه ارزوي، تبصره کړې.

    د اوزوګورلو په خبره، د ترکیې او اروپايي اتحادیې ترمنځ په اړیکو کی د کړکیچ پیاوړي کیدل انقره له واشنګټن سره ګډو فعالیتونو او د هغه د تګ لارې تعقیبولو ته اړباسي.
    اوزوګورلو وویل:«په راتلونکې دوره کی، تر کومه چی معلومیږي، د سوریې په هکله د اردوغان سیاست به د ترامپ د ادارې د فعالیت په وسیله ټاکل کیږي. د ترکیې مشري په اوسني وخت کی له اروپا سره په اړیکو کی له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده چی له امریکا سره د متقابلو فعالیتونو پیاوړي کولو ته هغه اړباسي. ترکیه اوس، په اصطلاح، « د دوو اورنو ترمنځ قرار لري: له یوه لوري امریکا او «اروپایي بلاک» او له بل لوري — روسیه او د فارس د خلیج د هیوادونو بلاک قرار لري».
    اوزوګورلو، په دې هکله د خپلې ارزونې په ترځ کی چی امریکا هڅه کوي له روسیې سره د سوریې په هکله موافقې ته ورسیږي او د خپل مسوولیت سیمه وټاکي، په دغه مساله کی د سوریې د کوردانو رول ته اشاره وکړه.
    اوزوګورلو وویل:«په اوسني وخت کی د ترکیې او امریکا ترمنځ ستونزه وجود لري چی د کوردانو د ځاني دفاع له ټولګیو سره تړلې ده. په دې صورت کی د ترکیې د مانور لپاره ساحه تر ډیره حده تنګه شوې ده. انقره به، د دغه عامل په پام کی نیولو سره، عمل کوي، ځکه چی د امریکا په لاس کی د اردوغان پرخلاف د اړمونو بشپړه لړی قرار لري. دمخه د ترکیې جمهور رییس ویل چی ترکیه په سیمه کی ټاکونکی ځواک دی چی د هغې له خبرولو پرته نور لوبغاړي خپل سیاست نه شي پرمخ بیولی. ولې، په هیواد کی د اساسي قانون په هکله تر ټول پوښتنې وروسته، ظاهراً، په دی هکله خبرې نه شي کیدلی، ځکه چی اردوغان «د لویدیځ بلاک» د اروپايي برخې ملاتړ په بشپړه توګه له لاسه ورکړی. له همدې کبله هغه مجبور دی له امریکا سره د اعظمي نژدیوالي هڅه وکړي».
    د ترکي مبصره په نظر، اردوغان نه غواړي د سوریې د مسالې، خاصتاً د اوربند د مسالې په هکله، له روسیې سره له ګډو فعالیتونو لاس واخلي، خو اوس د فارس د خلیج له هیوادونو سره د اړیکو د برقرارولو تګ لاره لومړیتوب غوره کوي او د ایران په هکله د امریکا دریځ ترکیه له ټاکنې سره مخامخ کوي.
    نوموړي وویل:«انقره مجبوره ده د ایران او د فارس د خلیج د هیوادونو ترمنځ یو لوری غوره کړي او په نتیجه کی، لکه چی فکر کیږي، هغه د فارس د خلیج له هیوادونو سره پاتیږي چی د امریکا تر اغیزې لاندی دي».
    اوزوګورلو څرګنده کړه چی له روسیې سره د سوریې د مسالې په هکله د ترکیې نووښت محدود خصوصیت درلود او اوس یې هم لري او دا له دې سره تړاو لري چی په سوریه کی له واک نه د بشار اسد د لیرې کولو د مسالې په هکله د انقرې دریځ په اصل کی هیڅکله نه دی بدل شوی.
    اوزوګورلو څرګنده کړه:«ترکیې تل «لوی هدف» درلود چی د اسد له پرزولو سره تړلی وو او هغې هیڅکله له هغه لاس نه دی اخیستی. اردوغان هڅه کوله له هرممکن امکان نه، کوم چی د هغه په نظر، دۍ د دغه هدف تحقق ته ورلنډاوه، ګټه واخلي. په ادلب کی د کیمیاوي برید او د سوریې پر هوايي اډه د امریکا د ګوزار په هکله د اعلامیو په اړوند د ترکیې غبرګون باید له همدغه دریځه وڅیړل شي. ترکیې، اصلاً، له روسیې څخه خپل دریځ نه پټاوه او مسکو هم په دې ډیر ښه پوهیږي. له همدې کبله د سوریې پر اډه د امریکا تر ګوزار وروسته د اردوغان اعلامیه د مسکو لپاره د حیرانتیا وړ ونه ګرزیده. خو، دا ټول، ښايي، له دې سره مرسته وکړي چی د روسیې لوری به چی د ټولو موجودو اختلافونو سره سره نه غواړي ترکیه د انډیوال په توګه له لاسه ورکړي، د اردوغان په اړوند پر خپل دریځ له سره غور کولو ته اړ شي. په هرصورت، په دې هکله به اوضاع په نژدې وخت کی، د مې په میاشت کی روسیې او امریکا ته د اردوغان تر سفرونو وروسته، روښانه شي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی