په ژوندی پڼه خپرونه
    له راډیواکتیف موادو نه د کاراخیستو تروریزم: دا څه دي؟

    له راډیواکتیف موادو نه د کاراخیستو تروریزم: دا څه دي؟

    © AP Photo/ Volodymyr Repik
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5420

    د اپریل په ۲۶ نړۍ له غمه ډکه نیټه – د وړانګو د خپریدو د خرابیو او فاجعو د قربانیانو د یاد بین المللی ورځ، یاده کړه. په دې ورځ په ۱۹۸۶ کال کی د چرنوبیل د بریښنا په اتمي ستیشن کی خرابي پیښه شوه.

    د چرنوبیل د بریښنا د اتمي ستیشن د انرژۍ په څلورم بلاک کی د امنیت د یوه سیستم د آزموینو په بهیر کی چاودنه وشوه. د چاودنې په نتیجه کی ټول فعال زون او د ریاکتور د ودانۍ ټوله پورتنۍ برخه ویجاړه شوه.
    له زیانمن شوي ریاکتور څخه د سون د هستوي موادو د تجزیې د محصولاتو شدیدو خپریدلو لس ورځي دوام درلود چی وروسته په شدت کم شول او وروسته مخ په کمیدو وو.
    د خرابۍ په نتیجه کی د ۲۰۰ زرو کیلومترو مربع په مساحت سیمې چی د هغوی له جملې ۶۰ زره کیلومتره مربع سیمې — له شوروي اتحاد بهر واقع وې، له رادیواکتیف ککړتیا سره مخامخ شوې. تقریباً ۸،۴ میلیونه وګړي په بیلوروسیه، روسیه او اوکراین کی د وړانګو تر اغیزې لاندې راغلي وو او د هغوی له جملې په سلګونو زره وګړي له ککړو سیمو وایستل شول.
    تر خرابۍ وروسته د دغې پیښې د پایلو د له منځه وړلو لپاره د شوروی اتحاد ۶۰۰ زره اوسیدونکي (د ځینې ارزونو له مخې تر ۸۰۰ زرو وګړي)، له هغې جملې ۲۰۰ زره کسان له روسیې څخه، ګمارل شوي وو.
    د چرنوبیل د بریښنا د پخواني اتمي ستیشن په صنعتي ډګر او د هغې پرشاوخوا په بیلې شوې سیمي کی اوضاع د هستوي او د وړانګو په وړاندې د امنیت د کارپوهنې او تصدیقونو، علمي — تخنیکي او کنترول د ګډ اداري مرکز رییس میخاییل ریلوف له Sputnik رادیو سره په مرکه کی داسې تحلیل کړه:
    «په لومړي نظر، هلته هیڅ وحشتناک څه وجود نه لري. سربیره پر دې، هلته، ډیره باکیفیته، اضافي حفاظتي مانع ایجاد شوې چی څلورم ویجاړشوی بلاک له شاوخوا برخې سره پوښي. په (بیله شوې سیمه) کی د وړانګو پر وضعه دایمي کنترول تر سره کیږي. له دې سیمې د نړۍ له زیاتو هیوادو راغلی متخصصین کتنه کوي او هلته بیولوژیکي، ایکالوژیکي مسالې او د رادیونوکلیدونو د خپریدو مسالې څیړي».
    د نومړي په نظر، په عین حال کی، د اندیښنې وړ دلیلونه هم شته.
    میخاییل ریلوف وویل:«لومړی دا چی هلته د سون د سطحي ډول کارول شوو اتمي فعالو موادو زیرمه تون جوړ شوی او دا مواد چی هلته ساتل کیږي، ډیر زیات دي. موږ له څه شي ویره لرلی شو؟ تر ټولو لومړی — له رادیواکتیفي تروریزم څخه. زیرمه تون — او دا، اصلاً، د اوسپنې او کانکریټ سرای دی — او له هغو ساختمانونو سره چی د بریښنا معاصر اتمي ستیشنونه پوښي، په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه دی. نور څه؟ ما اوریدلي چی دغې سیمې ته معمولي بیکاره مواد راوړي. دا د څه لپاره؟ ترټولو مهم څه چی په دې تړلي سیمه کی څیړل کیدای شي — هغه دا دي چی تر ډیرو پیاوړو رادیواکتیف اثراتو وروسته طبیعت څه ډول غبرګون ښیي. پر همدی باید څارنه وښي — او د کثافاتو راوړل، زما په نظر، سم کار نه دی. تر ټولو سم کار چی په دې سیمه کی تر سره کیدلی شي — دا د ډیرو پیاوړو رادیواکتیف اثراتو په سیمه کی د ډیرې لویې طبیعي ممنوعه سیمې (پارک) جوړول دي. دا کار د ټولې نړۍ لپاره ګټور دی».
    میخاییل ریلوف د چرنوبیل د بریښنا د اتمي ستیشن د فاجعې په کلیزه کی د خرابۍ د له منځه وړونکو د میړانې او د دغې فاجعې د قربانیانو یاد ته د درناوي کولو بلنه ورکړه.
    نوموړي په پای کی وویل:«یوځل بیا د هغوی کسانو یادولو ته بلنه ورکوم چی د چرنوبیل د خرابۍ د پایلو په له منځه وړلو کی یې برخه اخیستې وه، دغه کار ته یې خپل ژوند وقف کړ یا یې خپله روغتیا قرباني کړه. داسې کسان زما په ملګرو کی ډیر زیات دي او د هغوی زیات شمیر اوس زموږ په منځ کی نه شته».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی