په ژوندی پڼه خپرونه
    د موصل د آزدولو په جګړه کی ۱۶زره ملکی اوسیدونکي وژل شوي دي

    د موصل د آزدولو په جګړه کی ۱۶زره ملکی اوسیدونکي وژل شوي دي

    © REUTERS/ Ruairidh Villar/Save the Children
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1920

    د شپږو میاشتو په ترځ کی - له هغې لحظې کله چی د موصول د آزدولو جګړه پیل شوه، په عراق کی تقریباً ۱۶ زره ملکي اوسیدونکي وژل شوي دي. په دې هکله د جمهوریت په مشرتابه کی د Sputnik سرچینو خبر ورکړی.

    په عین حال کی په بغداد کی رسمي چارواکي وایي چی دا رقم ډیر لوړ دی او هغوی د اوسیدونکو د وژل کیدو مسوولیت د «اسلامي دولت» (داعش) د تروریستانو پرغاړه وراچوي. خو، کارپوهان اشاره کوي چی د امریکا په مشری د ښار د استوګنې د سیمو یومخیزه بمباریو، اصلاً، واقعاً هم د زرګونو وګړو د وژل کیدو سبب شوې.
    د موصول ۱۶ زره اوسیدونکي د ښار د آزادولو د عملیاتو له پیل څخه چی شپږ میاشتې دوام لري، وژل شوي دی. د هغوی له جملې تقریباً ۹ زره ښځې او ماشومان دي. په بغداد کی حکومت ته د Sputnik د نژدې سرچینو د خبر سره سم، خبره پر هغو کسانو مطرح ده چی نه یوازې د داعش له لاسه، بلکی د عراق د اردو او د امریکا په مشری د بین المللي ایتلاف د عملیاتو په نتیجه کی وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
    د بشر د حقوقو په هکله د عراق د پارلمان غړي حبیب الطارفي Sputnik ته وویل چی دا ډول ارقام له مبالغې ډک دي. حبیب الطارفي وویل:«د هیواد اردو په موصل کی په بریالیتوب پرمخ ځي. او د بري په رڼا کی د ملکي وګړو په منځ کی د ډیر لوی شمیر تلفاتو معلومات خپریږي. دا پټه خبره نه ده چی داعش په میدیايي برخه کی د کارکولو زیات امکانات لري. تروریستان، له هغوی څخه په ګټې اخیستو، هڅه کوي واقعي منظره کږه کړي».
    د نوموړي په خبره، احصایوي معلومات، د موصول په خاطر جګړه کی د ملکي وګړو په منځ کی د معلوماتو په ګډون، هره ورځ او هره اونۍ برابریږي، خو وکیل مشخص ارقام څرګند نه کړل او یوازې دا خبره یې وکړه چی ورستي معلومات، ښايي، د عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته خپاره شي.
    په موصل کی بشري وضعه څو ځله د بین المللی سازمانونو له لوري د اندیښنې د څرګندولو په موضوع بدله شوې وه. د عراق په هکله د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو ناظمې لیز ګراندې د اپریل په ۱۸ ویلي وو:«موږ له بشري ناتار سره چی ښايي د شخړې په ټول دوران کی به تر ټولو بد وي، مخامخ کیدای شو».
    دغې ستونزې ته د مارچ په پای کی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د ډیپارټمنټ مدیرې مارییه زخارووا هم پاملرنه راګرزولې وه چی د خطر د «ټولو ناقوسونو د کړنګولو» بلنه یې ورکړې وه. هغې یادونه کړې وه چی په موصل کی ۴۰۰ زره اوسیدونکي پاته دي، په عین حال کی په ښار کی د خوراکي موادو او درملو شدید کمښت احساسیږي.
    د ملکی اوسیدونکو وضعه د داعش د وسله والو جګړه مارانو فعالیتونه پیچلې کوي چی د عراق د چارواکو په خبره، له ملکي اوسیدونکو د ژوندې ډال په توګه کار اخلي. خلک د هغو کسانو له لاسه هم ځوریږي چی له تروریستانو د ښار د آزادولو لپاره راغلي دي. دا ترټولو دمخه د امریکا په مشری په بین المللي ایتلاف اړه مومي.
    د مارچ په پای کی د روسیې د فدراسیون د وسله والو ځواکونو د عمومي اوپراتیفي ادارې آمر ډګرجنرال سرګې رودسکوی خبر ورکړ چی د ایتلاف الوتکې عملاً هره ورځ د موصل د استوګنې سیمې بمباري کوي چی په هغو کی په لسګونو زره ملکي اوسیدونکي موجود دي.
    وروستي واقعه د مارچ په ۱۷ نیټه هغه وخت پیښه شوه، کله چی په موصل کی د بمباری په نتیجه کی ۲۰۰ ملکي اوسیدونکي ووژل شول.
    د پوځي سیاست پوهانو د ټولنې کارپوه، د پلیخانوف په نامه د روسیې د اقتصاد د پوهنتون د سیاست پیژندنې او ټولنپیژندنې د ډیپارټمنټ استاد اولیګ ګلازونوف وايي چی د Sputnik د سرچینو یادشوي ارقام کاملاً واقعي ښکاري. کارپوه وویل:«امریکایان هیڅکله د ملکي اوسیدونکو د وژل کیدو پروا نه لري. د مثال په توګه، همدارنګه افغانستان یادولی شو، چیرې چی د سره صلیب پر روغتون او د واده پر مراسمو بمباری کیدلې. په موصل کی هم په خاصه توګه د هیڅ شي پروا نه لري. ځکه چی د عراق اوسیدونکي — دا د امریکا اوسیدونکی نه دي او له همدې کبله واشنګټن د هغوی په منځ کی د تلفاتو پروا نه لري».
    د کارپوه په عقیده، د موصل د استوګنې د سیمو بمبارول به دوام وکړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی