په ژوندی پڼه خپرونه
    پوهانو وښودله چې غذايې رژيم د چاغۍ لامل کيږيپه نړۍ کې ترټولو چاغې ښځې د خپل وزن ۱۴۰ کیلوګرامه کم کړل

    پوهانو وښودله چې غذايې رژيم د چاغۍ لامل کيږي

    © Fotolia/ Africa Studio © Fotolia/ Olly
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 67 0 0

    د « خوراکې رژيم » ځينې محصولات د خپل " شحمي- وازګه " سیالانو په پرتله،ډير خطرناک دي.

    ځکه چې په هغو کې د بورې اندازه ډيره ده او په ځيګراو دماغ کې د نه راګرځېدونکو بدلونو نو باعث ګرځي. دامطلب پو هانو د فزيولوژي مجلې په يوه مقاله کې لیکلی دي. «په خوراکې رژیم » کې « دشحمو لږ مقدار» بياهم پخپل ترکبيب کې زياته بوره لري او د سالمو خوړو تر نامه لاندې وړاندې کیږي. په روښانه توګه بسته بندې کيږي او ښکلې نومونه ورباندې ایښودل کيږي. په حقيقت کې هغوی او همدارنګه شحمي خواړه ځيګر ته زیان رسوي. او د چاغۍ سره مرسته کوي».- دامطلب د اټن جورجيا امریکائې پوهنتون استاد کریستوف چای څرګند کړ. په تیره لسیزه کې، په دوکانونواو مغازو کې ډير زيات خوراکي توکې او مشروبات (څښاک) راڅرګند شول. چې تولېدونکې ئي د «غذائي رژیم » دپاره ګټور بولي چې ګواکې بوره او شحميات نه لري. د هغوی ظاهري بڼه او اعلانونه په نړۍ کې د چاغۍ ناروغۍ خپريدل نه کموي. او لکه چې پوهان وړاندوېنه کوي تر ۲۰۳۰ کال پورې به د اضافي وزن څخه د پر مختللي نړي يو پر دريمه کسان کړيږي. چای او دهغه همکارانو پرېکړه وکړه تر څو ومومي ولي داډول واقعات پيښيږي. او د موږکانو دژوند په څارنه ئې پیل وکړ.ده او همکارانو ئي درې بيلابيل خواړه په موږکانو ازمايښت کړل. يو ډول موږکانو ته نورمال ځواړه ورکړل. او نورو — ته ئي لوړ کالورۍ شحمي خواړه ، اوبلې ډلې موږکانو ته ئې هغه غذائي محصولات چې زيات کربوهیدرات او غوړو پکې شتون نه درلود ورکړل. د تجربي د پيل کېدو يوه میاشت وروسته کار پوهانو موږ کان وزن کړل. د هغوی په بدن کې د غوړو او غړو ترمنځ د تناسب اندازه ، او ټول نور حیاتي نښي لکه فلور، د وينې د منځپانګې جوړښت، او دبدن دبيلا بيلو برخو دالتهاب حساسيت چک او وکتل شول. لکه چې معلومه شوه د موږکانو په بدن کې هغوی چې شحمي خواړه خوړل اوبلې ډلې چې د «غذائي رژيم» محصولات چې زيات شکره پکې موجوده وه زيات توپير موجود نه و. د دواړو وزنونه ورځ تر بلې په زياتېدو شوه. شحمي مواد په ځيګر، کلمو او مغزونو کې جمع شول. پوهانو داوږد مهاله التهاب ګڼ شمير نښې نښانې ثبت کړي دي. او هغه موږکانو چې نورمال عادي متوازن خواړه خوړل په بدن کې ئې هيڅ يوه پيښه رامنځته نه شوه. لکه څنګه چې ساينسپوه وائي « زياته انديښنه چيري ده، — دآتول د هغو موږکانو په بدن کې اغيز شيندلي چې «عادي» اندازه کالوري ئې اخستی ده. معلومه شوه چې د خوراکې توکو «رژیم » استعمال په بدن کې وازګه دوه برابره زياته توليدوي نظر ونورو ټولو مواردو ته. په بل عبارت موږکان بايد په دغه غذائي «رژيم» کې دوه برابره لږ کالوري واخلي چې د هغو موږکانو په څير وازګه پيداکړي چې شحمي خواړه خوري» — دامطلب چای څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی