په ژوندی پڼه خپرونه
    Глава КНДР Ким Чен Ын во время артиллерийских учений в честь 85-й годовщины основания Корейской народной армии

    د شمالي کوریا سره د جګړې په صورت کې امريکا د کومو ننګونو سره مخامخ ده

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 207 0 0

    د شمالي کوریا پر وړاندې د پوځي عمل په صورت کې، د امریکا متحده ایالات به د یو شمېر سختو ستونزو سره مخامخ کيږي. دامطلب د «فارن پاليسي » شنونکی توماس ریکس څرګند کړی دي.

    لومړۍ- د مخنيونکې يا وار دمخه بريد په نتیجه کې ناممکنه ده چې توغندي ، سروکې يا سرګلولې چې په غرنيو تونلونو کې پټ دي ناشونې ده چې له منځه ولاړي شي. په ورته وخت کې هوائې بمبارۍ ، الکترونيکي جګړه ، او نور اقدامات کيدای شي په جدي توګه د شمالي کوريا د توغنديو د توغولو امکانات کم کړي. برسیره پر دې پوښتنه داده ،چې د هغو زرګونو توپچي (توپونه) سره به څه کوي چې په غیري پوځي سيمو کې ځای پر ځای دي. د شمالي کوريا سره د امريکا د هوائي بريدونو او پر سيول د بمباريو د ځوابيه اوږدې مودې دپاره دډزو احتمال نه شته اوداچې پيونګ يانګ څو کاله مخکې د مرکز د څه دپاسه ۲۰ مليونو وګړو د ساتني په موخه د «اور درياب »ژمنه کړي وه، خو اوس داهم تياره ښکاري.
    اوکه چيري دوی (امريکا) د شمال پر لور وخوځيږي امريکا د خلګو د خوړو له اړتيا او د اشغالي سيمو د نظم د ساتلو سره مخامخ کيږي حتي که ملګري ملتونه وهڅوي چې ددغه سازمان سوله ساتي ځواکونه ننوزي بيابه هم د لوژستیکي عملیاتو سازمان د متحده ايالاتو له خوا تر سره کيږي — که په ساده ډول ووايو يوازې څومحدود هيوادونه کولای شي خو هغه څه چې د امریکا په وسه ده په نورو هېوادونو کې دا توان کم دي. دامطلب مولف څرګند کړ. په پای کې، دا شونې ده، چې زياتره د شمالي کوریا خلګ د کیم د سقوط په اړه خوښ نه دي. دبیلګې په توګه که د هېوادشمال ختيځه برخه د اوربند څخه سر غړونه کوي په هغه صورت کې د عملياتو دپاره سوله ساتې ځواکونه کفايت نه کوي. خو د امريکا متحده ايالات په دې ښه پوهيږي چې د اسيا په وچه کې د اوږدې جګړې سره مخامخ ده. دامطلب ريکس څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی