په ژوندی پڼه خپرونه
    د مکي شريفي پر سر ولي الوتکي پرواز نشي کولای؟

    د مکي شريفي پر سر ولي الوتکي پرواز نشي کولای؟

    © Sputnik/ Mikhail Voskresenskiy
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    3191 0 0

    د ضرورت په حالت کي اوس هم هیلیکوپټري کولای شي، د مکي پر سر پرواز وکړي.

    د سعودي عربستان د هوایې چلند اداري، د مکي مکرمي پر سر د الوتکو پرواز په قطعي ډول ممنوع اعلان کړی او الوتکو ته یې د «OE(P)-01 » شفر په ورکولو سره ویلي، چي د مکي معظمې پر سر د ځمکي څخه بیا تر اسمانه پوري هیڅ کومه الوتکه پرواز نشي کولای.
    د سعودي عربستان د هوایې چلند یو متخصص وایې، که څه هم مکه معظمه د جدي او طائف هوایې ډګرونه په منځ کي پرته ده، باید ورباندي د هوایې کرښو مسیرونه جوړ شي، خو دوي نه غواړي چي یاد مسیرونه جوړ کړي.
    یاده پریکړه د دوو علتونو په اساس شوي، لومړي ددې امکان شته، چي په الوتکه کي غیری مسلمان ناست وي، او لازمه ده، چي یو غیر مسلمان د مکي شریفي پر سر تیر نه شي، او دویم دا چي مکه د غرونو په منځ کي دی او کله چي الوتکي د مکي معظمي پر سر تیریږي، نو لږ اوز یې په لوږ اواز بدلیږي، په نتیجه کي امکان شته، چي د الوتکو شور ماشور عبادت کوونکو ته تکلیف جوړ کړي.
    په دغې پریکړي سره، هغه ټولي اوازي درواغ وبلل شوي، چي ویل کیدل، چي مکه معظه د مقناطیسي قوي په درلودلو او یا هم د هوا د نه درلودلو په خاطر الوتکي د مکي شریفي پر سر پرواز نشي کولای.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی