په ژوندی پڼه خپرونه
    universe

    انګلیسي فزيکپوه: زما څیړنه ثابتوي چې کاينات الله «ج» پيدا کړي

    © Flickr/ NASA Goddard Space Flight Center
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26622

    د تاريخ په اوږدو کې زیات شمیر سترو پوهانو منلې ده چې کاينات د يوه پيدا کوونکی له لورې پيدا شوي دي.

    انګلیسي فزيکپوه ـ مارټن جون رايس له پرله‌پسې ترسره کړو څېړنو وروسته ويلي دي، چې ورته ثابته شوه ، چې کاينات له يوه تصادفه نه دي رامنځ ته شوی بلکې رښتيا هم يوه پيدا کوونکي رامنځته کړي دي.
    رايس ټينګار کړی دی، چې پخوا يې کليسا ته له تګ سره سره ځان بې دينه باله او پر الله «ج» يې ايمان نه درلود، خو ترسره کړيو څېړنو او علمي پرمختګونو ورته ثابته کړه، چې نړۍ د يوه پيدا کوونکي له لوري پيدا شوې او له دې پرته چې کومې دعوې دي هغه ناسمې دي.
    نوموړي ساينسپوهانو او د کليساوو سنبالوونکو نه غوښتنه کړې، چې يو بل سره د ټکر پر ځای دې په ګډه کار وکړي.
    د روسيې د نظري او عملي فزيک انسټيټيوټ مدير اناتولي اکيموف په دې اړه ويلي دي، چې د تاريخ په اوږدو کې زیات شمیر سترو پوهانو منلې ده چې کاينات د يوه پيدا کوونکی له لورې پيدا شوي دي.
    نوموړي څرګنده کړې ده، چې په تېر مهال کې ډېری علمي نوښتونه د ديني لارښوونو په مرسته شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی